Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د افغانانو ترمنځ مذاکرې به له امریکا سره تر هوکړې وروسته پيل شي'

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۶مه) ویلي چې د افغانانو ترمنځ مذاکره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له بشپړېدو وروسته ترسره شي.

دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې د شنبې پر شپه د سولې په چارو کې د دولت وزارت اعلان وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به تر راتلوونکو دوه اوونیو پیل شي.

له دې سره هم‎مهاله، دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استولې ویلي چې د دغو خبرو اترو لپاره د پنځلس کسیز پلاوي د نوملړ د وروستي کېدو لپاره کار او سلامشورې پيل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي:«د افغانستان اسلامي جمهوري او د طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو د پیل لپاره د دولت د هڅو په لړ کې، دا مذاکرات به د دوه راتلوونکو اوونیو کې پیل شي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت له دخیلو لورو سره د پنځلس کسیز پلاوي د ګومارنې لپاره سلامشورې پیل شوې دي او اوس د مرکچي پلاوي د نوملړ د وروستي کېدو په حال کې دی.» 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت، همدارنګه ویلي چې د پلاوي غړي به د دوحې ناستې ګډونوالو او همدارنګه متخصصو او مسلکي کسانو له ډلې غوره کړل شي.

له دې سره هم‎مهاله، دا وزارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي غوښتونکی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له څو ورځو په کابل کې دی او د حکومت له مشرانو سره، د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل د څرنګوالي په اړه په خبرو بوخت دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوې خبري غونډه کې وویل چې ټاکل شوې ده زلمی خلیلزاد د اوږدې مودې لپاره په کابل کې پاتې شي او د حکومت له مشرانو سره د مرکچي پلاوي د جوړېدو په اړه خبرې اترې کوي. 

شریک یي کړئ