Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانانو پر مالکیت د سولې بهیر پر مخته وړلو د سټولټنبرګ ټينګار

د ناتو سرمنشي یانس سټولټنبرګ له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې په افغانستان کې د سولې ټينګښت یوازینۍ لار، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر مخته وړل دي.

د ناټو سازمان دغه چارواکي ویلي، دوی د امریکا له لوري له طالبانو سره د هغو مذاکراتو هرکلی کوي چې وکړای شي د افغانانو تر منځ خبرو ته لار هواره کړي.

سټولټنبرګ زیاتوي، طالبان باید د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې چې د افغانانو تر منځ د خبرو لپاره زمینه برابروي خپله رېښتیني اراده وښيي.

هغه څرګندوي:«موږ د تاوتریخوالي د کمولو په موخه له طالبانو سره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د امریکا له هڅو هرکلی کوو. هغه څه چې باید اوس یې موږ ووینو دا دي چې، ایا طالبان رېښتینې اراده لري؟ او د هغې وړتیا لري چې د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره موکه برابره کړي؟ په رېښتیا هم دا کولی شي چې د افغانانو تر منځ د خبرو پر لور لومړی ګام وي؛ ځکه یوازینی څیز چې کولی شي په افغانستان کې تل پاتې سوله او ټیکاو رامنځته کړي هغه د افغانانو تر منځ خبرې دي.»

د ناټو سرمنشي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې، ایا د یوې اوونۍ د تاوتریخوالي د کمښت موده به د غځولو وړ وي؟ وویل واشنګټن په دې اړه د ناټو له متحدینو سره هم سلامشورې کړې دي.

د ناټو سرمنشي وايي:«متحده ایالتونه د ناټو له ټولو متحدینو سره له نږدې سلامشورې کړي او همداراز له افغان حکومت سره هم له نږدې مشورې کوي او موږ له هر هغې کړنې چې د تاوتریخوالي د کمښت لامل شي، هر کلی کوي.»

له دې ټولو سره سره، ټایم مجلې په یوې مقاله کې د خلیلزاد او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه لیکلي:«که چېرې خلیلزاد په دې خبرو کې بریالی شي، دغه کار کولی شي د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بریا سره مرسته وکړي.

د هغه کس بریا سره چې، کلونه کېږي ژمنه یې کړې؛ څو په افغانستان کې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.» 

په دغې مقاله کې همدارنګه راغلي دي:«که چېرې خلیلزاد په دې خبرو کې ماته وخوري، امریکا به په افغانستان کې د دغه هېواد په تر ټولو اوږدې جګړې کې همداسې پاتې شي.»

په ورته وخت کې د بریټانیې دفاع وزیر وايي لا هم په افغانستان کې د داعش، القاعدې او نورو ډلو له لوري د ګواښونو نښې نښانې لیدل کېږي.

د بریټانیا دفاع وزیر بن والاس په دې اړه وايي:«د بېلګې په توګه که چېرې طالبان اوربند ومني؛ نو دا به په رېښتینې توګه په افغانستان کې د پرمختګ لپاره ښه شرایط برابر کړي. موږ نه غواړو چې په افغانستان کې له دې ډېر واوسو. خو موږ لا هم په افغانستان کې د داعش، القاعدې او نورو ډلو له لوري د ګواښونو نښې نښانې وینو. دغه ډلې نیغ په نیغه برېټانیا او زموږ اروپايي متحدین په نښه کوي.»

د ناټو سرمنشي وايي د سولې له بهیره به په جدي توګه ملاتړ وکړي؛ چې په افغانستان کې ډیموکراټیک بنسټونه پیاوړي شي او افغانان وکړای شي د ټاکنو بهیر د وروستي کولو لپاره یوه داسې لار چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي، پیدا کړي.

شریک یي کړئ