Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان حکومت ۱۰۰ طالب بندیانو خوشې کړل

د ملي امنیت شورا دفتر چهارشنبې(د وري په ۲۰مه نېټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حکومت له بنده د ۱۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو ټنیګار کړی دی.

دا شورا وايي چې بندیان د ولسمشر د وروستي فرمان له مخې پرېښودل شوي دي.

اعلامیه کې راغلي دي:«د افغانستان اسلامي‌ دولت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د کب د ۲۰مې نېټې د فرمان له مخې ۱۰۰ تنه طالب زندانیان د دوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شول.»

اعلامیې زیاته کړې ده:« دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو فني ټیم د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو. دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي. د افغانستان اسلامي جمهوریت عین ډاډ د طالبانو ډلي له رهبرۍ څخه په دوحه کې ترلاسه کړی دی.»

د ملي امنیت شورا وايي چې د طالب بندیانو خوشې کولو بهیر د معمول بهیر له مخې وروسته بایومټریک شوي دي.

اعلامیې همداراز زیاته کړې ده:«د افغانستان سلامي جمهوري دولت ژمن دی چې د سولې پروسې پرمختګ لپاره به طالبانو سره د لا ډېرو تخنیکي خبرو اترو دروازه پرانیستې ساتي.»

سل تنه طالب بندیان په داسې حال کې خوشې کیږي چې په دې وروستیو کې طالبانو افغان حکومت او امریکا متحده ایالات د پلمو په کولو تورن کړي وو، او اعلان یې کړی وو چې تخنیکي ډله به یې کابل کې له افغان لوري سره خبرې ودروي.

ټاکل شوې وه د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر تېره اوونۍ سې شنبې پیل شوی وی ـ کله چې د طالبانو یو درې کسییز پلاوی کابل ته راغی.

سرچینې وايي هغه ۱۵ طالب بندیان چې یاده ډله یې پر خوشې کولو ټینګار کوي، په ۱۰۰ خوشې شویو بندیانو کې نه دي.

سرچینې زیاتوي چې دا ۱۵ کسان د طالبانو قومندانان دي او دوی غوښتي چې په لومړي پړاو کې خوشې شي.

د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې له مخې چې د کب میاشتې په لسمه نېټه قطر کې لاسلیک شوه، ټاکل شوې ۵زره طالب بندیان د افغانستان حکومت له بنده او زر تنه افغان سرتېري هم چې له طالبانو سره دي، خوشې شي.

د طالبانو پخوانی قومندان، سید اکبر آغا وايي:«غوره به وي چې امریکایان خپل مسوولیت ادا کړي او خپله پرېکړه د زندانیانو په تړاو وکړي.»

په همدې حال کې د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر سلاکار، حمدالله محب ویلی چې افغان حکومت چمتو دی څو د بندیانو خوشې کولو او د سولې بهیر په برخه کې مخې ته ولاړ شي.

هغه د هغو هېوادونو له سفیرانو سره چې په افغانستان کې پوځیان لري د ویدیو کنفرانس له لارې د بندیانو د خوشي کولو په مسله کې د پرمختګونو خبره کړې ده.

ددغو سرچینو په وینا د طالب بندیانو د خلاصون د څرنګوالي لپاره د دې ډلې تخنکي پلاوی د افغان حکومت له استازو سره له اته ورځنیو خبرو وروسته د چهارشنبې په ورځ بیرته له کابله ولاړ.

د افغانستان د سولې انسټیټیوټ رییس، سلیم ساپی څرګندوي:«دا زندانیان له حقاني، مالي خان او رشید عمري نه ډېر خطرناک نه دي چې دا د حکومت سره کرښه ووسي. دا ټولې پلمې دي چې د سولې هوکړه نقض او د جګړې دوام او شدت لامل شي.»

له بلې خوا حامد کرزي په یوه اعلامیه کې له دواړو لوریو غوښتي چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره باید دا خنډونه لیرې شي.

پخواني ولسمشر، حامد کرزي یوې خبرپاڼه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د خبرو ځنډ له کبله اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده"په هېواد کې د سرتاسري او تل‌پاتې سولې د ټینګښت لپاره ژر تر ژره د دواړو خواوو ترمنځ په پوره دقت او جدیت خبرې بیا پیل شي."

هغه همداراز له امریکا له متحده ایالاتو هېواد کې د سولې راوستو په تړاو د ژمنو د پلې کولو غوښتنه کړې ده.

په داسې حال کې چې افغان حکومت له طالب بندیانو خوشې کولو سره د تاوتریخوالیو کمښت باندې ټینګار کوي، خو ځیني سیاستوال بیا ارګ پر سیاسي چلند تورنوي، هغه تورونه چې ارګ یې ردوي.

د ولسي جرګې غړی، عبدالظاهر تمیم وايي:«د افغانستان حکومت باید د سیاسي پلمو شا ونه نسي، بلکې د افغانستان خلکو لپاره په صادقانه توګه اقدام وکړي.»

له طالبانو سره د امریکا د سولې موافقې له مخې د طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته به د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي او خوشې شوي بندیان به بیا جګړې ته نه ورګرځي.

سل تنه طالب بندیان په داسې حال کې خوشې کیږي چې په دې وروستیو کې طالبانو افغان حکومت او امریکا متحده ایالات د پلمو په کولو تورن کړي وو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه