Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د جزايي کود بیا کتل شوې نسخه معرفي شوه

د سزايي کوډ سمون او تغییر باندې ۶ کاله کار وشو، اوس دا کار پای ته رسېدلی او نن (شنبې د لړم په ۲۰ مه) د ټولو لاسرسي ته وړانډې کړل شو.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په همدې مناسب په کابل کې په جوړه شوې غونډه کې وویل هغه تغییرات چې جزایي کوډ کې راغلي، د قانوني سندونو په برخه کې شته ستونزې به پرې حل شي.

ښاغلي دانش په دې اړه څرګنده کړه:«که‎چېرې تاسې نور اسلامي او د ګاونډیو قوانین وګورئ، داسې څه نه لري. هغوی ټول له دغې ګډوډۍ سره مخ دي حتا په خپله فرانسه دغه جزايي کوډ چې نن یې موږ لرو هغه یې نه لري.»

په همدې حال کې د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور وایي دې سزایي کوډ کې هغسې معیارونه په پام کې نیول شوي چې جرم له سزا سره مساوي وي.

د عدلیې وزیر زیاته کړه:«هیله لرم چې دا قانون ګټور پرېوځي او زور ویل له منځه یوسي.»

خو دې کوډ کې څه تغییران راغلي؟ د ساري په توګه ۲۴ ساعت بند درې میاشتې شوی. همداشان انټرنېټي جرمونه د اداري فساد برخو کې جرمونه د چاپېریال ساتنې په برخه کې جرمونه د ټاکنو اړوند جرمونه هغه جرمونه دي چې اوسني جزایي کوډ کې ځای شوي دي.

د قانون د سمون ډلې رییس محمد اشرف رسولي په دې اړه وویل:«موږ هڅه وکړه چې د بند بدیله موضوع مطرح کړو، یوه ډېره مهمه او جدي موضوع چې په ټوله نړۍ کې دود ده.»

د جزایي کوډ په جوړونه کې، له نړیوالو سندونو ګټنه شوې. لکه د ایران، فرانسې، جرمني، ترکیې، مراکش، مصر، موناکو او مالیزیا هېوادونو سزايي کوډونو څخه ځکه کار اخېستل شوی چې له افغانستان سره یې نږدېوالی درلود.

افغانستان تر دې وړاندې؛ د سزا د ۱۱ خپلواکو قوانین لرونکی او دغه راز ۶۳ نور قوانین درلود چې پټ جزايي حکمونه په‎کې ځای شوي وو.

شریک یي کړئ