Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ټول هېواد کې ولمانځل شوه

ولسمشر غني د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په یاد غونډه کې، ټینګار وکړ چې ترهګر د ډیورنډ هغې غاړې ته پټن‎ځایونه لري او د ډیورنډ کرښې هغې غاړې خلک هم باید د دغو ځالو د له‎منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.

ولسمشر غني د شنبې شبې د ځانمرګي برید په غبرګون کې وايي، چې دولتي ځواکونه، د هېواد په هره برخه کې به د داعش ډلې غړي په نښه کړي او د دې دلې ولې به وروچې کړي.

ښاغلي غني نن د دوشنبې(د زمري په ۲۸مه) له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت دننه د خپلواکۍ څلې ته د ګلو ګېډې کېښوده.

افغان حکومت د خپلواکۍ ګټلو د سلمې کلیزې لپاره زیات شمېر چمتو کړي، پروګرامونه ځنډولي او حکومت یوازې په پلازمېنه کې د ګلو ګېدۍ په کېښودولو او تر خوا یې د ولسمشر په لنډه وینه بسنه وکړه.

هغه وینا چې د شنبې په شپه کابل کې د یوه هوټل دننه د واده پر مراسمو ځانمرګي برید باندې راڅرخي او دا هم په کې یادېږي چې دا ډول بریدونه له ډیورنډ پورې غاړې پلانېږي او د ترهګرۍ رېښه هم له ډېورنډ پورې غاړې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل:«زه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې خلکو ته چې ډېر بشرپاله او سوله غوښتونکي دي او همدارنګه د جګړې قرباني او ترهګرۍ قرباني هم دي، غږ کوم چې له هرې تګلارې سره دوی کولای شي، په سیمه کې د ترهګرۍ د تولید او روزنې مرکزونه په نښه کړي.»

کابل وروستیو اوونیو کې جلا رنګ خپل کړی و او ډېری برخې یې د خپلواکۍ ورځې لپاره ښکلې شوې وې.

خو په همدې ورځو کې هم خلکو د امنیت په تامین ټینګار کړی دی.

کابل مېشتی لطیف نظري وايي:«بشپړ امنیت نشته، سوله هم نشته چې زموږ ټول هېوادوال راووځي او ټول لېواله دي چې راووځي او دا جشن ولمانځي.»

د خوست اوسېدونکی حاجي لالا هم څرګندوي:«انشالله چې دې هېواد ته به سوله او امنیت راشي. ټول افغانان د همدغې سولې او امنیت په ارمان دي.»

بالاخره د خلکو دا اندېښنه په حقیقت بدله شوه او هر څه د شنبې په شپه برعکس شول. له دې پېښې وروسته، امنیتي او کشفي ارګانونه یو ځل بیا له سختونو نیوکو سره مخ شول.

د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون وویل:«د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه، د خلکو لپاره ډېره مهمه ده. موږ هېڅکله نه شو کولای چې دا ورځ هېره کړو. دا چې ځینې بهرني لاسونه شته، ګاونډي لاس لري، نه غواړي چې دا ورځ ولمانځل شي، موږ باید د هغوی په وړاندې مبارزه کړو.»

خو ولسمشر بیا د دې برید په اړه بل نظر لري:«د خلکو او زموږ دې خاورې دښمنان، ونه توانېدل چې زموږ دا جشن او دا خوشحالي وویني. دا دښمن له زړورو ځواکونو سره د مخامخ کېدو توان نه‎لري.»

افغان حکومت د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کالیزې د لمانځنې لپاره نږدې څلور سوه مېلیون افغانۍ مصرف کړې دي.

یو له دې مهمو پروګرامونو چې په دې ورځ باید شوی وای، د دارالامان ماڼۍ پرانیسته وه چې مراسم یې وځنډېدل.

اوس به ولیدل شي چې حکومت څه وخت کولای شي دا پروګرام عملي کړي.

شریک یي کړئ