Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د سولې پر بهیر د ازبیکستان غونډې د اغېزو په اړه هیلې

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې او سې‎شنبې پر ورځ، د ازبیکستان پر کوربه توب یوه نړیواله غونډه جوړه شي، چې په هغې کې به د افغانستان د سولې بهیر د خبرو اترو یو چورلیز وي.

د سولې عالي شورا، د دغې غونډې مثبتې پایلې ته هیله لرو او وايي چې د افغانستان لوړپوړي چارواکي غواړي چې په دغې غونډه کې د افغانستان د سولې بهیر پر وړاندې د خنډونو د لیرې کولو لپاره خپل لیدلوري د دغې نړیوالۍ غونډې له ګډون کوونکو سره شریک او مطرح کړي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه وايي:«د تاشکند غونډه هم یو له هغو کارونو څخه دی چې موږ یې په ګډه په داخلي اجنډا کې له ترهګرۍ او نشه‎يي توکو او انساني قاچاق سره د مبارزې او د ټولو هغو موضوعګانو په ګډون چې په سیمه کې شتون لري، د افغانستان د سولې موضوع هم لرو.»

افغان جګړې په تېره بیا د هېواد په شمالي او شمال ختيځو سیمو کې بد امنیتي وضعیت د سیمې هېوادونه هم اندېښمن کړي دي ترڅو د افغانستان پر اوضاع تمرکز وکړي.

د ولسي جرګې غړی محمد اکبري په دې اړه وايي:«زموږ ګاونډی هېواد ازبیکستان له هغې جګړې چې په افغانستان کې جریان لري وېره لري او اندښمن دی.»

خو په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو په موخه له دې مخکې هم څو ځله د افغانستان و د ښکېلو هېوادونو ترمنځ په هېواد کې غونډې شوې دي خو دا غونډې د ولسي جرګې د غړو په اند بې پایلې به وې.

د ولسي جرګې دویم مرستیال امیرخان یار په دې اړه څرګنده کړه:«په افغانستان کې د سولې لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې د نورو هېوادونو پر ځای له طالبانو سره خبرې اترې غوره ده او په هېواد کې هغوی ته ځای ورکړل شي.»

د سولې عالي شورا وایي، تاشکند به د افغانستان او ازبیکستان د چارواکو کوربتوب وکړي چې د سیمو او نړۍ له یو شمېر هېوادونو څخه د بهرني چارو وزیرانوته بلنه ورکړل شوې ده.

د سولې عالي شورا وايي چې د تاشکند غونډې کورتوب به د افغان او ازبیک چارواکو له خوا وشي او د سیمې او نړۍ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به را وبلل شي.

شریک یي کړئ