Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په اړه له سعودي او قطري چارواکو سره د ویلز لیدنه

د امریکا یوې لوړ پوړې چارواکې د افغانستان په اړه  د سعودي عربستان او قطر له چارواکو سره خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د دغه وزارت مرستیالې، الیس ویلز د قطر په پلازمېنه دوحه او د متحده عربي اماراتو په ابو ظبي کې له افغانستان سره د سعودي او قطر د مرستو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

د دغه وزارت په خبره اغلې ویلز پرون هم په ابوظبي کې وه چیري چې د افغانستان، امریکا، سعودي او د عربي متحده اماراتو د ملي امنیت د شورا لوړ پوړو پلاوو له طالبانو سره د سولې د څرنګوالي په رابطه په خپلو کې خبرې کولې.

تېره ورځ دوشنبې( د زمري۲مه) د افغانستان، امریکامتحده ایالاتونو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ګډه څلور اړخیزه غونډه دوبۍ کې پيل شوه.

دې ناسته کې د ګډون په موخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر تېره ورځ عربي متحده اماراتو ته ولاړ.

د ملي امنیت شورا په دې اړه یوه خبرپاڼه راغلی وه چې په ناسته کې به د افغانستان د سولې بهیر، ترهګرۍ ضد مبارزه او سیمه ییزو همکاریو باندې بحثونه وشي او په دې برخه کې به ګډ پلان له نهايي کېدو وروسته تایید شي.

دا د څلورو واړو هېوادونو د ملي امنیت  مشاورانو دویمه ناسته ده چې د افغانستان په اړه جوړېږي.

الیس ویلز د قطر په پلازمېنه دوحه او د متحده عربي اماراتو په ابو ظبي کې له افغانستان سره د سعودي او قطر د مرستو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي

شریک یي کړئ