Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې بهیر په تړاو د پومپئو خبرې

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت چهارشنبې(د کب په ۷مه نېټه)خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپئو له خپل قطري سیال، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره لیدلي او د افغان سولې بهیر او د سیمې پر حالت یې خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو خواوو په دې خبرو کې پومپئو"د ایران بې ثباته کوونکو کړنو" او د سمې په ټیکاو کې د قطر پر ونډې هم خبرې کړې دي.

همداراز خبرپاڼه زیاتوي چې پومپئو د بېلابېلو موضوعاتو له کبله په ځانګړې توګه د افغان سولې بهیر کوربه توب لپاره مننه کړې ده.

ټاکل شوې د شنبې په ورځ(د کب په ۱۰مه نېټه) د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او وروسته له هغې به د سولې خبرې د افغانانو ترمنځ پیل شيږ

دا په داسې حال کې ده چې چهارشنبې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه د ولسمشر د لوړې مراسمو له ځنډولو چې ټاکل شوې وه پنجشنبې ترسره شي، خبر ورکړی.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ میاشتې تر ۹ پورې د ولسمشر د لوړې مراسمو له ځنډولو خبر ورکړی.

ښاغلي خلیلزاد د حکومت له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او لیکلي یې دې چې راتلونکي حکومت کې به ټول سیاستوال ډاډ ترلاسه کړي چې په کې ګډون لري.

په همدې حالکې تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې له افغان سیاستوالو غوښتنه کړې وه چې د سولې پر بهیر تمرکز وکړي.

له دې سره سي ان ان ته سرچینو ویلي چې د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرو په موخه ۳۰ کس ییزه پلاوی جوړ شي.

د افغان سولې بهیر په تړاو د پومپئو خبرې

په دې خبرو کې پومپئو"د ایران بې ثباته کوونکو کړنو" هم خبرې کړې دي

شریک یي کړئ