Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې بهیر کې د منځګړيتوب لپاره د المان چمتووالی

د افغان سولې په اړه د ناستو په دوام دا ځل، کابل کې د المان سفیر په یوه غونډه کې وویل چې د المان حکومت له خپلو ځينو متحدو هېوادونواو ځينو سازمانونو سره د سولې بهیر کې د منځګړیتوب لپاره کار کوي.

په کابل کې د المان سفیر په دې ناسته کې د افغان سولې په بهیر کې د المان د منځګړیتوب هڅو ته په نغوتې سره وویل منځګړیتوب کولای شي کړکېچنې اړیکې بیاورغوي او د ښکېلو خواوو تر منځ د باور فضا هم رامنځته کړي.

په کابل کې د المان سفیر پیټر پروګل څرګنده کړه:«زموږ حکومت په المان کې دننه او بهر له ډېریو همکارانو، متخصصینو، مدني ټولنو او سازمانونو سره کار کوي څو د خپل منځګړیتوب تګلاره پرمخ یوسي. ټولې کورنۍ او د هېوادونو تر منځ جګړې په منځګړیتوب سره حل شوې دي.»

په دې ناسته کې په افغانستان کې د امریکا د سولې انسټېټیوڼ مشر په افغانستان کې د روانې جګړې د پای په موخه له اوسنیو موکو معقولانه ګټنه مهمه بولي.

په افغانستان کې د امریکا د سولې انسټېټیوت رییس احسان ضیا وايي:«نن د افغانستان لپاره یوه ښه موکه ده او باید له دغه مناسبې موکې معقوله استفاده وکړي ځکه چې په تېرو کې له بده مرغه د افغانستان سیاسي مشران دا ډول فرصتونه په کړکېچ بدل کړي دي.»

نوموړی همداراز زیاتوي چې، افغانستان د بې اعتمادۍ له امله منځګړي هېوادونه باید له دې بهیره ونه باسي او په وینا یې د افغانانو تر منځ په خبرو بهیر کې د نړۍوالو منځګړو شتون به مثبتې پایلې له ځانه سره ولري.

ښاغلي ضیا زیاته کړه:«د سولې په بهیر کې باید بيړه نه وي. پر ټولو موضوعګانو باید په پراخه او هر اړخیزه توګه بحث وشي او له مقابل لوري سره هوګړې ته ورسېږو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد اجمل شاپور هم وايي:«د افغانستان دښمنانو او مخالفانو ته وايي هغه لاره چې ته پرې درومې ترکستان ته تللې او په هېڅ ډول د افغانستان خلک او زموږ جمهوري نظام منفي او ماتېدونکې شولې ته چې بلې کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړي تسلیم به نه شي.»

د سولې په اړه د هڅو له زیاتېدو سره سم، نه یوازې المان بلکې د ازبیکستان، قطر، ناورې او چین په ګډون یو شمېر هېوادونو ټټر وهلی چې د افغانانو تر منځ د خبرو کوربتوب کوي.

شریک یي کړئ