Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په اړه بروکسل ته د زلمي خلیلزاد سفر

دوه ورځې کېږي چې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر د افغانستان د سولې په اړه د ناټو له چارواکو سره د خبرو په موخه په بروکسل کې دي.

په ناټو کې د امریکا دایمي استازې وايي په ناټو کې د امریکا ملګري هېوادونه د افغانستان د جګړې د پایته رسولو لپاره ژمن دي؛ څو افغانستان یو ځل بیا د دغو هېوادونو لپاره یو ګواښ نه وي.

په ناټو کې د امریکا دایمې استازې هوټچیسن په دې اړه وايي:«په ناټو کې د امریکا متحدین د افغانستان د جګړې د پایته رسولو په برخو کې زموږ سیاسي او پوځي هڅو ته ژمن دي؛ څو ډاډ ترلاسه کړو چې، په افغانستان کې ترهګرې ډلې د دغو هېواونو پر وړاندې ګواښ نه وي.»

په افغانستان کې د پګواش بنسټ مخکنی رییس خلیل‌الله صافی څرګندوي:«فکر نه کوم چې د جنورۍ تر پایه هوکړه لیک لاسلیک شي او دا شونې ده چې د هوکړې په صورت کې په څو راتلوونکو اوونیو کې دغه هوکړه لیک لاسلیک شي.»

افغانستان کې په داسې حال کې چې حکومت له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د غړو د نوملړ له وروستي کېدو خبر ورکوي؛ خو ځینو ګوندونو او سیاسي بهیرونو د ورته پلاوي د جوړولو لپاره تر اوسه څو ناستې جوړې کړې دي.

د افغانستان د سولې او ودې اسلامي ګوند رهبر حاجي دین محمد وویل:«په راتلوونکې اوونۍ کې بله غونډه کېږي چې هم د واحدې طرحې په اړه بحث کېږي او هم د سولې خبرو اترو د پنځلس کسیز پلاوي په اړه وروستۍ پرېکړه نیول کېږي.»

خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي چې، له طالبانو سره د حکومت مرکچي پلاوی له خلکو او سیاستوالو سره تر سلامشورو وروسته جوړ شوی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګندوي:«موږ د سولې او د سولې د ټینګښت لپاره چې هر ګام پورته کړی له خلکو او سیاستوالو سره مشوره کړې او د سالمو او جوړونکو نظریاتو پر مخ د مشورو دروازې پرانیستې دي.»

تر دې مخکې طالبانو په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمولو طرحه تایید کړې وه؛ خو افغان حکومت د تاوتریخوالي د کمولو طرحه عملي نه بولي او د افغانانو تر منځ د خبرو پیلېدو لپاره پر اوربند ټینګار کوي.

په ناټو کې د امریکا دایمي استازې وايي په ناټو کې د امریکا ملګري هېوادونه د افغانستان د جګړې د پایته رسولو لپاره ژمن دي.

شریک یي کړئ