Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په اړه پاکستان ته د زلمي خلیلزاد سفر

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نړۍ او سیمې هېوادونو ته د خپل سفر د اوم پړاو په لړ کې تېره ورځ (یکشنبې د غبرګولي په ۱۲مه) د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ولاړ.

اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال افتاب کهوکهر او د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره لیدلي دی. 

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د تېرې میاشتې په لړ کې د سولې د پام وړ پرمختګ او د راتلونکو پلان شویو ګامونو په اړه خبر کړ.

خلیلزاد همدارنګه څرګنده کړه چې امریکا د سولې د پرمختګ لپاره د پاکستان له ونډې او د لا مثبتو ګامونو پورته کولو په اړه خوشحاله ده. 

د اعلامینې پر بنسټ ښاغلی خلیلزاد ویلي چې دواړه هېوادونه پاکستان او امریکا، د افغانستان او پاکستان د ښه شویو اړیکو، د سیمه‎يیز نښلون او له همکارۍ څخه به ګټه ترلاسه کړي.

ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې لپاره د خپل سفر اوم پړاو د جمعې په ورځ پیل کړ چې په هغه کې پاکستان، بلجیم، المان، عربي متحده اماراتو، قطر او افغانستان ته به سفر وکړي.

تراوسه طالبانو او امریکايي استازو شپږ ځله له یو بل سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، په دغو خبرو اترو کې، څلور بنسټيزې موضوعګانې - له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د دې په اړه د ضمانت وړاندې کړل چې له افغانستانه به بل هېڅ هېواد نه ګواښل کېږي، د بین الافغاني خبرو اترو پیل او په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی د هغوی د بحث چورلیز وو.

شریک یي کړئ