Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په تړاو د عمران خان او خلیلزاد خبرې

د افغان سولې لپاره د مریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر، عمران خان سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو خواو دوشنبې(د لړم په ۶مه نېټه) اسلام اباد کې لیدلي او پاکستان یو ځل بیا د افغانستان د سولې د خبرو له ملاتړه خپله ژمنه تازه کړې ده.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې عمران خان په افغانستان کې د جګړو له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالیو د کموالي غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې اسلام اباد ته د خلیلزاد سفر له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیل د هڅو یوه برخه ده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالډ ټرمپ د سپټمر په پنځمه نېټه د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو په برید کې چې پایله کې یې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲کسانو ژوند له لاسه ورکړ، له یادې ډلې سره د سولې خبرې ودرولې.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي:«د پاکستان لومړي وزیر ټنیګار وکړ چې افغانستان کې اوږدمهاله سولې ته رسېدل او سیمه کې اوږدمهاله هوساینه د پاکستان ملي ګټو لپاره ارزښت لري.»

دوشنبې ناوخته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې وویل چې د پاکستان، روسیېو چین او امریکا استازو په خپله وروستۍ ناسته کې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

څلور ورځې مخکې د روسیې، چین او امریکا استازو په مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناسته درلوده او هېواد کې یې د سولې په تړاو خبرې وکړې.

عمران خان په افغانستان کې د جګړو له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالیو د کموالي غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ