Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان هندوانو او سیکانو دوهمه ډله افغانستان پرېږدي

د هندي رسنیو راپور په حواله ټاکل شوې د افغان سیکانو او هندوانو دوهمه ډله هم چې هند کې یې پناه اخیستې ده، دغه هېواد ته ولاړ شي.

د "ټایمز اف اندیا" راپور له مخې ټاکل شوې سبا چهارشنبې(د زمري په ۲۲مه نېټه) یوه ۱۸۰ کس ییزه ډله هند ته ورسیږي.

دغه کسان کابل کې د یوه برید د قربانیانو خپلوان دي چې په کې ۲۵ تنه سیکان ووژل شول.

کابل کې سرچینو دغې ورځپاڼې ته ویل دي:«ښایې ۱۸۰ تنه سیکان او هندوان د چهارشنبې په ورځ کابل پرېږدي.»

د افغان سیکانو او هندوانو لومړۍ ۱۱ کس ییزه ډله د روان زږدیز کال په جولای میاشت کې هند ته ولاړه.

د هېواد هندوان او سیکان هغه څه چې د ځان پر وړاندې توپېري چلند او امنیتي ګواښونه بولي، له کبله یې د افغانستان پرېښودو په حال کې دي.

د شمېرو له مخې هېواد کې ۱۰۰زره هندوان او سیکان اوسېدل، خو اوس یوازې ۷۰۰ تنه پاتې دي.

د هېواد هندوان او سیکان هغه څه چې د ځان پر وړاندې توپېري چلند او امنیتي ګواښونه بولي، له کبله یې د افغانستان پرېښودو په حال کې دي

شریک یي کړئ