Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې د ۱۴ وسله‎والو وژل کېدل

د ملي دفاع وزارت یک‎شنبې( د وري۵مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو کې د ۳ داعش وسله‎والو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي دي.

دا بریدونه په کندز او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شوې دي.

خبرپاڼه وايي چې له وژل شویو وسله‎والو ۱۱ تنه یې د کندز ولایت په خان‎آباد او امام صاحب ولسوالیو کې وژل شوي دي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

همداراز په دې ولایت کې وسله‎والو دوه پټن‎ځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي دي چې د افغان ځواکونو دې بریدونو کې د ننګرهار ولایت په ده بالا ولسوالۍ کې د داعش ډلې درې غړي چې پاکستانیان دي وژل شوي دي.

خبرپاڼې د عملیاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د ملي دفاع وزارت تائیدوي چې په کندز ولایت کې د افغان ځواکونو هوایي بریدونو په پایله کې د وسله‎والو دوه پټن‎ځایونه له منځه وړل شوي دي

شریک یي کړئ