طلوع نیوز هغه سندونه ترلاسه کړي چې څرګندوي د اقنیې بندر د خدماتو ادارې یا «اسټراس» پخوانی امر د ۱۸۰ مېلیون افغانیو او ۸۳۰ زره ډالرو په اختلاس تورن شوی دی.
دغه سند، د اقینې بندر د خدماتو ادارې د اسټراس سرپرست رسمي لیک دی چې، د روان کال د لړم پر ۲۶ مه د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څارنې عمومي ریاست ته لیکل شوی دی.
په دې لیک کې، د اقینې بندر د اسټراس ادارې مخکنی امر حبیب الله چې ۱۷ کاله یې په دې بست کې کار کړی، د اقینې بندر د اسټراس ادارې له بانکي حسابه، د څه باندې ۴۴۰ زره ډالرو او څه باندې ۱۷۸مېلیونه افغانیو پر ایستنې او پر خپلو شخصي کارونو پر لګلونې تورن شوی دی.
د دغه لیک په بله برخه کې راغلي چې، د اقینې بندر د اسټراس ادارې دغه مخکنی مسوول څه باندې ۳۹۰ زره ډالره او همداراز یو مېلیون ۳۰۰ زره افغانۍ د سل هکتار ځمکې د اخیستو په پلمه له دغې ادارې پور اخیستی دی؛ خو د دغه لیک پر بنسټ حبیب الله دغه پیسې د اقینې ښاروالۍ ته هم نه دي ورکړي او هغه یې پر خپل جېب کې اچولي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وايي:«زموږ همکارانو دغه کس جلب کړی او له کشفي - امنیتي بنسټونو مو غوښتي څو دغه کس جلب او څارنوالۍ ته یې حاضر کړي.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم وویل:«په مرکز او ولایتونو کې اړوندو برخو ته لارښونه شوې چې د محترمې لویې څارنوالۍ د لارښونې په مطابق په دې اړه جدي قانوني اجراات ولرو.»
په دې اړه بریالي نه شو چې د اقینې بندر د اسټراس ادارې له مخکني آمر سره په اړیکه کې شو. د هغه د ټېلفون شمېرې فعاله نه دي او د هغه وټس اپ ته زموږ لېږلی پیغام لا تر اوسه بې ځوابه پاتې دی.
د ولسي جرګې غړی امیر محمد خاکسار څرګنده کړه:«هر څوک چې په هره کچه وي، بیت المال او د افغانستان عواید چورتالان کوي، هر چېرته چې وي، په هر هېواد کې چې وي، د انټرپول له لارې کولای شو دوی افغانستان ته راولي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.»
د ولسي جرګې بل غړی بکتاش ایشچي هم وايي:«له دې موضوع له بده مرغه، مرکزي حکومت، د ملي یووالي حکومت، مالیې وزارت، د امینت شورا، ولسمشر صاحب، ټول په جریان کې دي؛ خو نه شي کولای چې د اقنیې بندر د عوایدو چورتالان مخه ونیسي.»
مالیې وزارت چې له دوو کلونو راهیسې د هېواد د ټولو بندرونو د اداره کولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دا مني چې، د اقینې بندر د اسټراس ادارې مخکنی امر دم ګړۍ په یوه نامالوم ځای کې دی.
اسټراس د افغانستان او پخواني شوروي تر منځ تر ټولو لوی سهامي شرکت دی چې، په ۱۳۶۲ هجري- لمریز کال کې د سوداګریزو توکو د لېږد، تخلیې او بارونې ته د زمینې برابرولو په موخه جوړه شوې. دغه شرکت په حیرتان بندر کې ریاست او په اقینې او تورغنډۍ بندرونو کې استازولۍ لري.