Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امرالله صالح پر موټریز کاروان برید، ۱۰ تنه وژل شوي

د ولسمشر لومړی مرستیال امراالله صالح له یوې چاودنې روغ رمټ راووت.
 
دغه چاودنه نن سهار ۷:۳۰ دقیقې هغه مهال د کابل ښار د څلورمې حوزې په تایمني سیمه کې رامنځته شوه چې ښاغلی صالح د خپل دفتر په لور روان و.

که څه هم د ولسمشر لومړی مرستیال په دغې چاودنه کې سر سري ټپي شوی خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې په دغه برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان دي.

له چاودني څو شېبې وروسته ښاغلي صالح په یوه وېډیويي پیغام کې پر خپل موټریز کاروان برید تایید وي او وايي چې په دغې چاودنه کې د هغه شپږ ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دی په خپله هم په کیڼ لاس ټپي شوی دی.

ښاغلی صالح همدارنګه وايي چې په دغې چاودنه کې شونې ده خلکو ته هم زیان رسېدلی وي او له ټولو یې «بښنه» وغوښته.

د ښاغلي صالح زوی عباد صالح هم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د چاودنې پر مهال له خپل پلار سره و او د ولسمشر لومړي مرستیال ته زیان نه دی رسېدلی:«زه تاسو ته ډاډ درکوم چې هغه (د ولسمشر لومړی مرستیال) ښه دی او ټول ښه دي. تراوسه زموږ څوک شهیدان شوي نه دي.»

له لومړۍ چاودنې وروسته د سړک په دا بله غاړه کې د ګازو په هټۍ کې د بالونونو د چاودنې له امله بله چاودنه کېږي او تر هغې وروسته اور لګېدنه رامنځته کېږي.

دغه ځوان چې ټپي شوی د امبولانس د میندلو لپاره د پېښې له ځایه رابهر شوی دی.

د پېښې ځای ته رسېږو. وحید چې د خپل ورور جسد په دې ځای کې پيدا کوي، وايي، له خوسته د خپل وراره د درملنې لپاره کابل ته راغلي وو؛ خو کله چې ورور یې د روغتون ادرس پوښته کوي؛ چاودنې د هغه ژوند واخیست.

د جسدونو د راټولو لپاره د عملیاتو دوام... ځینې نور کسان لا هم د خپل خپلوانو مړو پسې ګرځي.

دغې چاودنې د پېښې ځای ته نږدې ځينې کورونه هم ویجاړ کړي دي.

سره له دې چې، کورنیو چارو وزارت په دې پېښه کې د لسو ولسي وګړو له وژل کېدو او ۱۶ نورو له ټپي کېدو خبر ورکوي؛ خو یوه امنیتي سرچینه بیا د وژل شویو کسانو شمېر شل او د ټپيانو شمېر څه باندې ۵۰ تنه بولي.

شریک یي کړئ