Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکايي پوهنتون د بنسټ اېښودونکي فایز لومړنی تلین ولمانځل شو

د افغاسنتان - امریکايي پوهنتون نن (شنبې، د سلواغې په ۱۹مه) د نوموړي پوهنتون د بنسټ اېښودونکي شریف فایز لومړی تلین ولمانځه.

په دغو مراسمو کې د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، د افغانستان - امریکايي پوهنتون رییس او ځينې نورو حکومتي چارواکو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی وو.

عبدالله عبدلله په خپلې وینا کې شریف فایز یې د پوهنې برخه کې له مخکښو کسانو یاد کړ او د دغې برخې د لاغوړېدا لپاره یې ډېر کار کړی:«د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د مقاومت پر مهال هغه یو اوچت غږ و؛ او د افغانستان د بې ګناه خلکو غږ یې پورته کاوه. هغه، په هغه وخت کې د ښځو او نارینه و چې، د روزنې او بشري حقونو په برخو کې له بنسټیزو حقونو بې برخې و، په ګډون د افغانستان د وضعیت په اړه عامه پوهاوی کاوه... د هغه د میړنې خبر زما او ډېریو ملګرو لپاره یې ټکان ورکوونکی و.»

له دې سره هم مهاله، د افغانستان - امریکايي پوهنتون مشر هم د روزنې د پرمخګته کولو او بدلولو په برخو کې د ښاغلي فایز هڅې ګټورې وبللې.

د افغانستان امریکايي پوهنتون رییس ډېوېډ سېډني په دې اړه څرګنده کړه:«ډاکټر فایز په ډېر سخت وضعیت کې ژوند وکړ؛ خو اجازه یې ورنه کړه چې، هغه وضعیت دی مات کړي. هغه د کمونستانو او طالبانو له لوري تر نیول کېدو او همداراز په امریکا کې د ژوند پر مهال له ګڼو ننګونو سره مخ و؛ خو هغه خپل ځان او یوه سوله ییز افغانستان او داسې افغانستان ته چې پکې خلک خپلې دروازې نه تړي، وسلې ونه لري او تاوتریخوالی نه وي، ریښتینی و.»  
   
د افغانستان امریکايي پوهنتون استاد جان وال هم وویل:«ډاکټر فایز د هر ډول پوهې په اړه خلاص فکر درلود او له هېڅ ډول پوهې سره یې تعصب نه درلود. هغه د طبیعي علومو، ټولنیزو علومو، انساني علومو، حقوقو، سوداګرۍ او نورو ټولو پوهو په اړه خلاص فکر درلود.»  
    
د هېواد د لوړو زده کړو پخوانی وزیر شریف فایز د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۱۹مه، د ۷۳ کلنۍ په عمر د زړه ناروغۍ له امله ساه ورکړه. فایز له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۷ز کال پورې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر و. هغه په ۲۰۰۶ز کال کې د افغانستان - امریکايي پوهنتون د بنسټ ډبره کېښوده. له نوموړي په فارسۍ او انګلیسۍ ژبو څو کتابونه پر ځای پاتې دي.

شریف فایز خپله ماستري د امریکا له کلورادو پوهنتونه په انګلیسي ادبیاتو کې او خپله دوکتورا یې د امریکايي په ادبیاتو کې له اریزونا پوهنتونه ترلاسه کړي و.

د هېواد د لوړو زده کړو پخوانی وزیر شریف فایز د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۱۹مه، د ۷۳ کلنۍ په عمر د زړه ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

شریک یي کړئ