Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي سبا کابل ته راځي

ټاکل شوې ده چې سبا (شنبې د کب په ۱۰مه) د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر کابل ته راشي. 

د ولسمشر ویاند صدیق صدقي وايي چې دغه دوه لوېدیځ وال چارواکي به له ولسمشر غني سره په یوې ګډې خبري ناستې کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو د دوام په اړه یوه درې اړخیزه اعلامیه صادره کړي.

ورته مهال د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي چې ناټو او امریکا به په دغې ګډې درې اړخیزې غونډه کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ به ټینګار وکړي:«سبا «شبنې» د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي راځي او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه له افغان حکومت سره یوه ګډه اعلامیه اعلان وي، او په ټول کې پر هغو ژمنو چې نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا او ناټو له افغان حکومت سره لرلي، ټينګار کوي.» 

د ناټو لوی منشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه وايي:«دغه لاسلیک به په افغانستان کې د تل پاتې سولې د هوکړې په برخه کې مهم ګام وي. ځکه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یوازېنۍ حل لار د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانانو تر منځ خبرې دي. د سولې لار به اوږده او ستونزمنه وي. شاته تګ به هم ولري او د ورانوونکو ګواښ هم شتون لري.» 

له بل لوري د امریکا د کانګرس ۲۲ غړو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د واشنګټن او طالبانو تر منځ د احتمالي هوکړې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره یو لیک د امریکا بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ته لېږلی او خبرداری یې ورکړی چې، طالبان د درواغو تضمینونو د ورکړې په بدل کې د امتیازونو د ترلاسه کولو مخینه لري او یادې بلواګرې ډلې ته د اطلاعاتو ورکړه اندېښمنوونکې مسله ده.

خو مخکني ولسمشر حامد کرزي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې، له طالبانو سره د سولې هوکړې ته هیله من دی.

ښاغلي کرزي په دې اړه ویلي:«موږ باید ډېر دقت وکړ چې د سولې تر شا بهرنۍ موخې نه وي او موږ سوله غواړو.»

که څه هم، د هېواد له ملي امنیت شورا سالم شاه اعتمادي، د عدلیې وزارت مرستیاله ذکیه عادلي، په سولې چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی، په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر فیض الله ذکي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین الدین مظفري او د محابسو لوی مشر توتاخېل هغه شپږ کسیز پلاوی دی چې، د حکومت له لوري د لومړنیو خبرو لپاره دوحې ته تللی؛ خو طالبانو ویلي چې، له دې پلاوي سره به خبرې ونه کړي.  

د ولسمشر ویاند صدیق د صدیقي وايي:«دغه پلاوی په مراسمو کې ګډون نه کوي، خو د دې لپاره چې اړیکه وي او دا د طالبانو غوښتنه وه، اوس چې غواړي او یا یې نه غواړي دا یې خپل کار دی، خو پر موږ، زموږ د بهرنیو همکارانو له خوا غوښتنه دا وه چې د اړیکې یوه ډله رامنځته کړو او قطر ته ولاړ شي و به لیدل شي چې څومره اړیکې نیول کېږي.»

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم وايي:«سوله د دې غوښتنه کوي چې یو لنډمهاله حکومت چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي جوړ شي.»  

که څه هم افغان حکومت له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د جوړښت په اړه څه نه وايي خو طلوع نیوز ته سرچینې وايي چې دغه حکومتي پلاوی به له اتو تر لسو کسانو جوړ وي او له طالبانو سره د خپلو خبرو جزییات به د حکومت او نورو سیاستوالو له یوې اجماع سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبان استازي، د تاوتریخوالي د کمېدو د اوه ورځني پېر په پای کې، دوحه کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي.

شریک یي کړئ