Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د سرتېرو وتو بهیر پیلیږي

د امریکا دفاع وزیر، مارک اسپر دوشنبې (د کب په۱۲مه نېټه) یوې خبري ناسته کې وویل چې له افغانستانه یې ځواکونو ویستو لپاره دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان ته سپارښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه د بهیر پیلېدو په تړاو ډاډه نه دی، خو زیاته یې کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر پیل شي.

د هوکړې د لاسلیک مراسم، په مشهور "شیرینټن" هوټل کې ترسره شول. دغو مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو بنسټونو استازي وربلل شوي دي.

دغه هوکړه د تاوتریخوالي د کمښت له یوه "اووه ورځني پېر" وروسته لاسلیک کېږي. دغه پېر چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو د مدیریت لپاره د توانمنۍ ثابتول یوه ازمایښتي دوره وه، د شنبې په ورځ پایته ورسیده.

اوس مهال امریکا متحده ایالات افغانستان کې ۱۲ زره سرتېري لري چې د هوکړې له مخې ۸۶۰۰ سرتېري به د ۱۳۵ ورځو پورې به افغانستان نه وځي.

اسپر په دې اړه زیاته کړې:«هغه کار چې موږ یې کوو د خپلو سرتېرو شمېر به۸۶۰۰ ته ورسوو او وروسته به ودریږو او حالت به وڅېړو، نه یوازې د تکتیکي بلکې وبه ګورو چې ټولو خواوو خپلې ژمنې عملي کړې دي او که نه؟»

ټاکل شوې ده چې پاټې امریکايي ځواکونه تر نهونیمو میاشتو پورې له افغانستانه ووځي.

په همدې حال کې د امریکا د پوځ لوی درستیز، مارک میلي خبرداری ورکوی چې ښایې افغانستان کې تاوتریخوالی په بشپړه توګه پایته ونه رسیږي.

هغه په دې اړه وړاندې وايي:«زه ټول په احتیاط سره دې ټکي ته متوجه کوم چې فکر کوي تاوتریخوالی به د تېر په څېر وي، احتمالآ چې داسې به نه وي، خو ښایې صفر هم نشي. خو د سولې هوکړه پرمخ تلو کې یو ګام دی، څو د افغانانو ترمنځ د خبرو لامل شي او پایله کې یې د سولې هوکړې لامل شي.»

له بلې خوا د امریکا دفاع وزیر د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې یوې نا هموارې لارې سره پرتله کوي او زیاتوي چې دا خبرې به سختې وي.

اسپر زیاتوي:«دا به یوه ناسمه او له ستونزو ډکه لار وي. لوړې او ژورې به وي... اوونۍ او میاشتې وخت به ونیسي. د دغو خبرو ماهیت داسې دی. موږ نه غواړو له هغه څه چې اوس رامنځته شوي دي، ډېر خوشاله شو، موږ غواړو داسې حالت سره مخ شو چې پر ماموریت د تمرکز ډاډ ترلاسه کړو.»

طالبانو له افغان پلاوي سره د ۵۰۰۰زرو بندیانو له خوشې کولو مخکې خبرې رد کړې دي.

ولسمشر غني یکشبې(د کب په ۱۱مه نېټه) له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ترې د ۵زرو طالب بندیانو غوښتنه نه ده کړې.

ښاغلي غني ویلي دي چې د افغانستان اړتیا لري دا چې طالبان د دایمي اوربند، د هغو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره د دوی د اړیکې په تړاو، نه یوازې القاعده د ټولو ترهګرو ډلو سره د اړیکو، نشه یي توکو، د افغانستان د خلکو حقونو، د افغان ځواکونو او ملکي بنسټونو په تړاو خبرې وکړي.

د امریکا دفاع وزیر وايي چې له طالبانو سره د سولې هوکړې له مخې به تر لسو ورځو له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د  وتو لړۍ پیل شي

شریک یي کړئ