Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا دفاع وزیر په ناچاپي توګه کابل ته راغی

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس، په یوه ناچاپي سفر کې، نن (جمعه د وږي په ۱۶ مه) افغانستان ته راغی.

د امریکا د ملي پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ، د ښاغلي مټیس ملتیا کوي.

د ان بي سي شبکې په یوه رپوټ کې چې نن خپور شوی راغلي چې ښاغلی مټيس په خپل دغه سفر کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو او همدارنګه د افغان حکومت له مشرانو سره به لیده کاته وکړي.

ښاغلی مټیس په داسې حال کې افغانستان ته راځي چې تېره میاشت د امریکا دولت یوه لوړپوړي پلاوي په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې خبرو اترو په اړه لیدلي وو.

د امریکا دفاع وزیر په روانې اوونۍ کې خبریالانو ته ویلي چې هغه له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په اړه هیله‎من دی.

شریک یي کړئ