Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حمدالله محب یې احضار کړ

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب یې احضار کړ او ګوتڅنډنه یې ورته وکړه چې د افغان سولې لپاره امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لفظي برید د امریکا د خارجه پر وزیر برید دی.

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار تر دې وړاندې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي و چې زلمی خلیلزاد له صحنې نه د اشرف غني ایستلو او لنډمهالي حکومت په هڅه کې دی.

محب په امریکا کې خبریالانو ته دا هم ویلي، چې زلمی خلیلزاد د خپلو ګټو لپاره لنډمهالی حکومت رامنځته کول غواړي او هڅه کوي چې مشري یې هم خپله واخلي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حمدالله محب خبرې رد کړي نوموړی یې د وزارت مقر ته ورغوښتی او ورته یې ویلي چې زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو وزیر استازی دی او پر هغه حمله د امریکا په خارجه وزیر برید دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ګواښ کړی چې دا ډول څرګندونې د سولې پروسه او د کابل - واشنګټن اړیکې له کړکېچ سره مخ کولای شي.

شریک یي کړئ