د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپئو د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په یوه جومات کې د وړمې ورځې غبرګې چاودنې وغندلې.
پومپئو ویلي چې عبادت ځایونه باید له ترهګریزو بریدونو خوندي ووسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپانه کې د راغلي دي:«امریکا افغانستان کې سولې او ټیکاو ته ژمنه ده او له ترهګرۍ سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوو. موږ د افغانستان خلکو سره چې سوله غواړي او له تاوتریخوالیو تش ژوند غواړي، ولاړ یوو.»
خبرپاڼه کې د پومپئو له قوله زیاته شوې ده:«عبادتځایونه باید خوندي ووسي، نه د ترهګریزو بریدونو لپاره موخه. موږ خپله ژوره خواخوږي د پېښې د قربانیانو کورنیو سره چریکوو.»
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د پېښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ "جو درې" سیمې په یوه جومات کې پرله پسې دوو چاودنو د ۷۲کسانو ژوند واخیست.
د ننګرهار د ځايي چارواکو په وینا، چاودنې له غرمې وروسته (جمعه د تلې په ۲۶مه) د یوې نیمې بجې په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوې چې لمونځ کوونکي د جمعې د لمانځه د ادا کولوپه حال کې وو.
په دې پېښه کې ۳۲ تنه نور ټپیان شول.
د پېښې شاهدان وايي چې د دغې پېښې له امله د دغه جومات چت رالوېدلی دی.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.