Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا سفارت: د ټاکنو بهیر کې له چټکتیا، ځېرکتیا مهمه ده

په کابل کې د امریکا سفارت په ټاکنو کې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې ټاکنیز مهال ویش ته دې درناوی وکړي او د ټاکنو کمېسیون ته دې اجازه ورکړي تر څو په رڼه او دقیقه توګه د ټاکنو پایله په خپل وخت اعلان کړي.

د امریکا سفارت نن چهارشنبې(د تلې په ۱۷مه نېټه) په خپله ټویتر پاڼه دغه مطلب لیکلی دی.

په همدې حال کې د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون له بایومټریک دستګاو د مالوماتو مرکزي بانک ته د مالوماتو د لیږد له پڅ بهیره نیوکې کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېنشر مولانا محمد عبدالله په خپل ټوېتر پاڼه لیکلي وو"که ‎چېرې د ولسمشریزو ټاکنو بایومېټریک مالومات په دې بڼه پړاونه کچ کړي، د تلې په ۲۷مه به د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان به ناشونی وي."

هغه زیاته کړې وه چې:« له ولسمشریزو ټاکنو ۱۱ ورځې وروسته د رایې ورکولو د ۲۶۵۰۰ محلونو څخه د بایومېټریک ۲۲۴۰۰ دستګاوو لومړني او د ۱۴۰۰۰ دستګاوو وروستي مالومات د کمېسیون مالوماتي بانک ته لېږدول شوي دي.»

هغه تګلاره چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غوره کړې وه د رایو ورکوکو بهیر له پای ته رسېدو وروسته د بایومېټریک دستګاوو ټول مالومات له انټرنټ سره له وصلولو وروسته باید په اتومات ډول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر ته لېږدول شوي وای، خو اوس چې له ټاکنو یوولس ورځې تېرېږي د دغو دستګاوو مالومات په بشپړه توګه نه دي لېږدول شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو د مالوماتو لیږد کې ځنډ د انټرنټ ټیټ کیفیت بللی وو. خو نن بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه غړي، اورنګ زیب وویل چې د انټرنټ ستونزه د هوارېدو په حال کې ده او د مالوماتو لیږد بهیر به چټک شي.

افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې

شریک یي کړئ