وروستي خبرونه
Thumbnail
افغانستان

د حقاني شبکې د مهمو غړو د ازادېدو په اړه بېلابېل غبرګونونه

د ولسمشرغني له لوري د انيس حقاني په ګډون د وسله والو طالبانو د دوو غړو خوشي کېدل له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي. 

د ولسي جرګې یو شمېر غړې وايي د حقاني شبکې د لوړ پوړو غړو خوشي کېدل به د سولې پروسې سره هېڅ ډول مرسته و نه کړي، د دوی په خبره د حقاني شبکې دغه غړي د افغانستان په جګړه کې یوازې د لوبې مهرې دي.

بلخوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکې د حقاني شبکه هېواد کې د لویو او ځانمرګو بریدونو اصلي عامل ګڼي، د هېوادوالو په خبره چې د حقاني شبکې د مهمو غړو په ازادېدو سره به په هېواد کې جنګ او تاوتریخوالی را کم نه شي. 

ځینې هېوادوال د حقاني شبکې دغه درې کسان په هېواد کې د ډېریو خونړیو او پیچلو بریدونو مسوولین بولي. 

د کابل اوسېدونکی بسم الله په دې اړه وايي:«موږ او تاسو ته مالومه ده چې ځانمرګي، چاودنې د همدغو کسانو له خوا کېږي، هر څوک چې دغه کسان ازادوي، هغه هم د همدغو خاینانو په ډله کې دي.»

د کابل اوسېدونکی حسن هم وویل:«که چېرې طالبان سوله ونه کړي موږ حاضر یوو چې دا کسان دې ازاد شي.»

که څه هم ولسمشر غني د طالبانو له بنده د افغانستان - امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خلاصون او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پیل د حقاني شبکې د دغو درېیو غړو د خوشې کولو لاملونه بولي؛ خو د ولسي جرګې ځینې غړي د طالبانو دغه ۳ غړي د افغانستان د جګړې د بهیر یوازنۍ مهرې بولي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست څرګنده کړه:«حقاني او نه پوهېږم اخندزاده او ملا منصور او دا پخوانی مشر یې او د افغانستان مشران دوی هغه مهرې دي چې کولای شي د یوې ماشومانه لوبې په توګه استفاده وکړي.»

له دې سره سم، د طلوع نیوز یوه نظر پوښتنه چې د ولسمشر له پرېکړې وروسته یوازې څو ساعته د فېسبوک ټولنیزې شبکې له لوري ترسره شوه دا ښيي چې، د فېسبوک ۱۹ زره او ۱۰۰ کاروونکو له ډلې ۸۲ سلنه یې د حقاني شبکې د دغو درېیو غړو د خوشې کېدو مخالف دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالله په دې اړه وايي:«لومړی باید سوله راشي، را دې شي له افغان حکومت سره دې کېني او همکار دې شي.»

افغان حکومت یوازې په تېرو درېیو کلونو د شپږو مرګونو بریدونو کې چې سلګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې؛ د طالبانو حقاني ډله مسووله بللې ده. 

افغان حکومت د ۱۳۹۸ کال وږي میاشت کې کابل ښار کې پر ګرین ولیج مېلمستون موټربم برید کې چې ۱۶ کسان ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپیان شول، همدارنګه د ۱۳۹۶ کال غوايي میاشت کې پر شاهین قول اردو برید چې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د ۱۳۹۶ کال-غبرګولي میاشت کې په زنبق څلور لار کې برید، چې شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د ۱۳۹۶ کال - د زمري میاشت کې د کابل په شاه شهید کې موټربم برید، چې شاوخوا ۲۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واښته، د ۱۳۹۶ کال - د سلواغې میاشت کې د کورنیو چارو وزارت مخکینۍ ودانۍ ته نږدې موټربم برید، شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل شول او ۲۳۵ نور ټپیان شول، د ۱۳۹۵کال - د سلواغې میاشت کې د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې پر ریاست برید کې چې ۶۴ کسان ووژل شول او ۳۴۷ نور ټپیان شول، د طالبانو حقاني شبکه په کې ښکېله ګڼي. 

خو ولسمشر غني ډاډ ورکوي چې، د دغو بندیانو خوشې کېدل به د افغانستان جګړه لاپسې توده نه کړي. 

د طالبانو د درېیو مخکښو غړو انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان خوشې کېدل، په هیواد کې له بیلابیلو غبرګونو سره مخ شوي دي.

شریک یي کړئ