Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوربند د ملاتړ په پار کابل کې د ځغاستې سیالۍ

له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د حکومت د هیلو په اوج کې، په کابل کې ځینو ځوانانو د دواړو لوریو ترمنځ د سولې او اوربند د ټینګښت په پار، د جمعې په ورځ د ځغاستې یوه ننداریزه سیالۍ ترسره کړه.

دا ځوانان چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېږي، له دهمزنګ څخه د دارالامان تر ماڼۍ پورې وځغاستل او ښکېل لوري یې سولې او پخلاینې ته راوبلل.

یو له دغو ځوانانو مجتبي احمدي وايي:«له یوه ډېر پیاوړي هوډ سره مې ګډون کړی چې موږ نوره جګړه نه غواړو، موږ یوازې سولې ته اړتیا لرو.»

په دغې سیالۍ کې بل ګډون کوونکی عصمت الله ولیزاده هم وویل:«تر کله جګړه، تر کله دا بدبختي؟ راشئ او سوله وکړئ.»

خو حکومت چې تراوسه یې د طالبانو په وړاندې اوربند پای ته نه دی رسېدلی، وايي چې امنیتي ځواکونه د دغه اروبند د رعایت لپاره په دفاعي حالت کې دي.

په کابل کې د ځغاستې د دغې سیالۍ جوړونکي، له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي چې باید دواړه خواوې هوکړې ته ورسېږي او په هېواد کې سوله او ارامښت تامین شي.

د دغه پروګرام یو تن جوړونکی سخي سلطاني وايي:«هغه غوښتنې چې لري که‎چېرې مشروعیت او قانونیت ولري، زموږ د ځينو مشرانو په څېر چې راغلل او غوښتنې یې ترلاسه شوې، دوی ته هم بلنه ورکوو چې سولې ته دې راشي.»

له دې سره په ورته وخت کې، کابل په دې ورځو کې د هلمندي سوله‎ غوښتونکو کوربتوب کوي هغه کاروان د ورته موخې لپاره یې د هلمند تر کابله لاره پلې کچ کړه او اوس د خپلو غوښتونو د پوره کېدو لپاره د کابل په یوې برخه کې یې خېمه درولې ده.

شریک یي کړئ