د طالبانو په وړاندې د حکومت د اوربند درېیمه ورځ، خو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې د تېر په څېر دوام لري.
په وروستۍ پېښه کې، د سرپل ولایت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته کې، د ملي پوځ ۴ سرتېري وژل شوي او درې تنه نور یې، ټپيان شوي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني وايي چې دغه نښته د سرپل ولایت مرکز بلغلي کلي کې رامنځته شوې او څه باندې پنځه ساعته یې دوام وکړ.
هغه وویل چې په دغې نښته کې اوه طالبان هم وژل شوي او ۹ تنه نور یې ټپيان دي.
طالب ډله چې ټاکل شوې له سبا اوربند پيل کړي، تراوسه یې د سرپل ولایت په اړه څه نه دي ویلي.