Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوسني اوربند د دوام لپاره د خلکو غوښتنه

له جګړې ستومانه افغانستان، د اوربند له اعلان وروسته دویمه ارامه ورځ تجربه کړه. دغه درې ورځنی اوربند د خلکو له پراخ اوربند سره مخ شو، هېوادوال وايي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید دایمي اوربند اعلان شي.

جرمني، انډونیزیا، ناروې، قطر او ازبکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د حکومت او طالبانو د درې ورځني اوربند هرکلی کړی خو په دایمي ډول یې د تاوتریخوالي د راکمولو غوښتنه هم کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، دواړه لوري چې د سولې د خبرو په برخه کې له دغو هېوادونو هر ډول مرسته وغواړي، ورته به راوړاندې شي.

بلخوا ډېری هېوادوال هم دایمي سولې ته د رسېدو او افغاني مذاکراتو لپاره باور جوړونې په خاطر د اوربند د دوام غوښتونکي دي.

د کابل اوسېدونکی سید عاتف په دې اړه وویل:«دا درې ورځنی اوربند خدای دې وکړي چې په دایمي هغه بدل شي.»

د کابل بل اوسېدونکی ذبیح الله ملکزاده وايي:«موږ په ډېرو سختو شرایطو کې یوو له یوې خوا د کورونا کړکېچ او بلخوا د خلکو اقتصادي بې وزلي.»

په هېواد کې د اوربند اعلانېدل له سیمه ییز او نړۍوال غبرګونونو سره مخ شوی. المان، اندونیزیا، ناروې، قطر او ازبیکستان په یوې ګډې اعلامیې کې له دغه اوربنده هرکلی کړی او په دې هېواد کې یې په تل پاتې توګه د تاوتریخوالو د کمښت غوښتونکي شوي دي.

دغو هېوادونو همداراز ویلي، دوی چمتو دي چې، د دواړو خواوو په خوښه د افغانستان له سولې بهیر سره همکاري وکړي.

د بدخشان د ولايتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي:«د اختر د ورځو اوربند له اختر وروسته د جګړې لپاره یو استراحت نه وي؟»

د طالبانو د مهال لوی څارنوال جلال الدین شینواری څرګندوي:«هیله لرو چې په هېواد کې عمومي اوربند نافذ شي.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر هم په دې ناسته کې ویلي چې، افغانستان تر بل هر وخته اوس سولې ته نږدې شوی؛ خو پر دې لاره تګ هم دومره اسانه نه دی.

هغه د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ او په ځانګړې توګه له پاکستان سره د اړیکو پر ښه والي ټینګار کړی او همداراز یې ویلي چې بهرني ځواکونه باید له دغه هېواده په مسوولانه توګه ووځي.

د ولسمشر پخوانی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي:«دري څلوېښت او څلور څلوېښت کاله جګړه انسان نه شي کولای په یوه او دوه میاشتو کې حل کړي، هر څوک خپل نظر او خبره لري، خبرې اترې کېږي، شخړه کېږي خدای پوهېږي پر دغه اوربند څو ورځې او څو میاشتې خبرې شوې دي.»

هېوادوال په تمه دي چې، له دغه لاسته راغلې موکې باید د هېواد د جګړې د پایته رسېدو په برخه کې کار واخیستل شي او افغانستان پرمختګ او ثبات ته سوق کړای شي.
 
ډېری هېوادوال هم دایمي سولې ته د رسېدو او افغاني مذاکراتو لپاره باور جوړونې په خاطر د اوربند د دوام غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ