Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راځي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو دوشنبې(د مرغومې په لسمه نېټه) ویلي چې د دې وزارت مرستیال، عباس عراقچي به یوې او یا دوو اوونیو په ترڅ کې کابل ته ولاړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال به د یوه او یا هم دوو اونیو په ترڅ کې کابل ته راشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، بهرام قاسمي وایي، ټاکل شوې د دې وزارت مرستیال به د هغو کمیټو په اړه بحثونه وکړي کوم چې د کابل او تهران ترمنځ د همکاریو د تګلارې پر سند کار کوي.

دی زیاتوي چې د کابل او تهران ترمنځ د همکاریو د تګلارې پر سند به پنځه کمیټې کار وکړي خو تر دې دمه د دوو کمیټو په اړه بحثونه نه دې وروستي شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د مشاور په مشرۍ د دې هېواد یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغی او د وشنبې په ورځ له تهران نه د طالبانو د پلاوي د لیدنې خبر ورکړل شو.

د ښاغلي قاسمي په وینا، د طالبانو دغه پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي په مشرۍ ایراني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي. قاسمي وايي چې افغان حکومت د دغو خبرو اترو په اړه خبر کړل شوی و.

د سې‎شنبې په ورځ طالبانو دا لیدنه تایید کړه.

دا په داسې حال کې ده چې لنډو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سعودي عربستان په جده کې څلورمه ناسته ترسره شي.

په همدې حال کې افغان حکومت هم ویلي دي چې دې ناسته کې به یې پلاوی  ګډون وکړي، خو طالبانو ویلي دي چې له افغان پلاوي سره به نه ګوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تاییدوي چې د دې وزارت مرستیال به د یوې او یا هم دوو اوونیو په ترڅ کې کابل ته راشي

شریک یي کړئ