Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران سفیر: د روحاني له خبرو سمه اخیسته نه ده شوې

د افغانستان بندونو په اړه د ایران ولسمشر، حسن روحاني خبرو په اړه تر غبرګون وروسته، کابل کې د دې هېواد سفیر وايي چې د نوموړي له خبرو سمه اخیسته نه ده شوې.

د ایران سفر، محمدرضا بهرامي وايي چې هېواد یې د افغانستان ملي ګټو ته درناوی لري او د روحاني له خبرو ناسمه اخیسته شوې ده.

دی زیاتوي:«هغه څه چې د ښاغلي روحاني له خبرو اخیسته شوې ده، هغه څه نه دي چې د نوموړي موخه وه؛ نوموړي د یوې سیمه‎ييزې ستونزې په اړه خبرې کولې، د سیمه‎ييز ناورین په اړه یې خبرې کولې، په دې اړه یې  خبرې کولې چې موږ ټول یوه کورنۍ یوو او باید چې پیاوړي ووسو.»

افغانستان د ۷۰مترمکعبه اوبو لپاره لنډ وخت کې د اوبو د بندونو لومړنۍ ګامونه پورته کوي، خو د ایران لومړي وزیر، حسن روحاني ویلي وو چې هېواد به یې افغانستان کې د بندونو جوړلو په برخه کې چپ پاتې نشي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ایران ولسمشر، حسن روحاني په خپلو خبرو کې ویلي وو:«په افغانستان کې د ډيرو بندونو جوړلو، د کجکي، کمال خان، سلما او نور بندونه د افغانستان په شمال او سویل کې زموږ د خراسان پر ولایت او زموږ پر بلوچستان او سیساتو ولایتونو اغېزه کوي.»

د ایران ولسمشر دې خبرو په کور د ننه د هېوادوالو غبرګونونه له ځانه سره درلودل د روحاني دا خبرې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‎وهنه وبلله.

د کابل اوسېدونکی، کامران وايي:«د ایران ولسمشر ګواکې زموږ اوبه خپل حق بولي، په داسې حال کې چې دا زموږ حق دی.»

د بدخشان اوسېدونکی، عادل‎الدین څرګندوي:«د دې پرځای چې له افغانستان څخه مننه وکړي، افغانستان چې ډېرې اوبه یې ایران او پاکستان ته ځي ـ په کورنیو چارو کې یې مداخله کوي.»

خو د ایران سفیر د اوبو مدیریت د افغانستان حق بولي، خو زیاتوي چې ملي ښکارندې باید د دواړو هېوادونو اړیکو ښه‎والي په برخه کې وکارول شي.

بلخوا د ابو او انرژۍ وزارت مرستیال، بصیر عظیمي په دې اړه د اسې نظر لري:«په بیلابیلو سیمو کې د چاپېریال بدې اغېزې لکه د غوریانو ولسوالۍ په مالګ‎ډګر، فراه، چخانسور، د نیمروز کنګ ولایت کې چې ډېره بده اغېزه یې پر افغانستان ده.»

اوس‎مهال نیمرو کې د کمال‎خان، هلمند کې د کجکي او فراه کې د بخش‎آباد اوبو بندونو چارې پیل شوې دي، خو څېړنې ښیې چې د هلمند سیند د ۱۸ بندونو جوړېدو ظرفیت لري.

ښاغلی بهرامي وايي کله چې روحاني د بندونو په اړه خبرې کولې، نو د چاپېریال ککړتیا یې د یوې سیمه ییزې ستونزې په توګه یادوله او هغې ته یې اشاره درلوده

شریک یي کړئ