Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د بادغیس د څو ولسوالیو لارې د دغه ولایت له مرکز سره تړلې دي'

په بادغیس ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې په دې وروستیو ورځو کې د هرات - بادغیس د لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو د حضور له امله ګواښونه زیات او تګ راتګ ستونزمن شوی دی.

د دغو چارواکو په وینا، د دغه ولایت د څو ولسوالیو لارې هم د بادغیس له مرکز قلعه نو ښار سره د دغو لارو په اوږدو کې د طالبانو د حضور له امله تړلي دي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس ځينې استازي وايي چې طالبان د هرات - بادغیس په لویه لار کې پراخ حضور لري.

یو له دغو استازو ضیاء الدین اکازي وايي:«داسې حالت دی چې نه سوداګر، نه د دولت کارکوونکی کولای شي له دغې لارې ولاړ شي ځکه چې دا مسیر د طالبانو په واک کې دی.»

په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو بل استازی عبدالبصیر عثماني هم څرګندوي:«زموږ امنیتي او ولایتي چارواکي باید ځانګړې پاملرنه وکړي.»

په بادغیس کې ځايي چارواکي مني چې په دغو لارو د ولسي وګړو او پوځيانو تګ راتګ ستونزمن دی.

د بادغیس مرستیال والي فیض محمد میرزا زاده وویل:«دقیقاً! په لارو کې ستونزې رامنځته شوې دي، خو حکومت تر خپلې وسې هڅه کوي د لویو لارو امنیت ټینګ کړي.»

له دې ټولو سره، د بادغیس امنیه قومندان شیر اقا الکوزی ټينګار کوي چې د دغه ولایت په لویو لارو کې د طالبانو حضور تل نه وي او کله ناکله د ولسوالیو او لویو لارو په اوږدو کې حضور پیدا کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه