Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بادغیس پولیسو ریزرف عملیاتو قومندان ژوند له لاسه ورکړ

د بادغیس ولایت پولیس تایدوي چې د دغه ولایت د پولیسو د ریزرف عملیاتو قومندان عبدالحکیم مودودي له څلورو نورو سرتېرو سره یوځای د یکشنبې په شپه وژل شوی دی. 

د یاد ولایت پولیس زیاتوي چې طالبانو تېره شپه له هرات سره پر پوله په بند سبزک سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډله‎ییز بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې نور څلور سرتېري ژوبل شوي دي.

 د پولیسو ویاند، نقیب امیني څرګندوي چې په دې نښتو کې طالب وسله‎والو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
دی وړاندې وايي چې نښتو کې ۲۲ طالب وسله‎وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
 
د ښاغلي امیني په وینا، اوس مهال په سیمه کې وضعیت ښه دی.

د پولیسو ویاند همداراز وايي:‎«افغان ځواکونو د نښتې په ترڅ له طالبانو دوه میله پيکا، یو راکټ انداز او اته موټر سایکلونه نیولي دي.‎»

د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي وايي د افغان ځواکونو او طالبانو دې نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله  اوښتې ده

شریک یي کړئ