د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي دوو ورڼو د بارسلونا او النسیا فوټبال لوبډلو ترمنځ له لوبې وروسته سره شخړه کړې ده چې په پایله کې یې یو په چاقو وژل شوی دی.
د کاپیسا د پولیسو ویاند، شایق شورش وايي چې شخړه تېره شپه(شنبې د سلواغې په ۵مه نېټه) د بارسلونا لوبډلې له ماتې وروسته شوې ده.
ښاغلی شورش وايي چې دغه وروڼه چې یو یې د بارسلونا او بل یې د والنسیا لوبډلې پلوی وو، له لوبې وروسته سره نښتي دي.
بارسلونا او والنسیا دوه اروپايي فوټبال لوبډلې دي چې تېره شپه یې سره لوبه درلوده او په پایله کې بارسلونا دوه د صفر پر وړاندې د والنسیا پر وړاندې ماته وخوړه.