Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بامیان د موزیم جوړول:د تاریخي او لروغونو آثارو له تالا کېدو څخه د مخنیوي لار

د یونسکو سازمان د بامیان د موزیم د جوړېدو په منظور داوطلبي صادر کړه او یو زرو ۷۰ ودانیزې طرحې د دغې داوطلبۍ دارالانشا ته رسېدلي دي. د داورۍ له ترسره کولو څخه وروسته هغه طرحې چې د آرژانتیني مهندسانو پورې تړلې وې د دغو سیالیو بریالۍ شوې.

په افغانستان کې د یونسکو استازي وايي چې دغه سازمان کوښښ کوي چې د بامیان تاریخي او لرغوني آثار په ځانګړې توګه سلګونه آثار او د کوچني بودا د مجسمې لسګونو سرونو په ګډون،کلالي کوزۍ او اوسپنیزې سکې چې په یوې وروستۍ لسیزه کې د تاریخ پوهانو له خوا په بامیان کې کشف او تر لاسه شوي دي په هغه کې نندارې ته وړاندې کړي.

بامیان د بودا او شنو جهیلونو لرونکي وطن شهرت لري. دا ولایت د داسې لروغوني تاریخ لرونکی دی چې جدي ساتنې ته اړتیا لري.

ویل کېږي چې اوس یونسکو یا د ملګرو ملتونو سازمان فرهنګي برخه غواړي چې د بامیان د بودا ته نږدې په دوه جریبه ځمکه یو فرهنګي مرکز او د بامیانو موزیم جوړ کړي تر څو د دغه ولایت تاریخي آثار په هغه کې د نړیوالو لپاره نندارې ته وړاندې شي.

په افغانستان کې د یونسکو استازي وايي چې دغه خپرونه د حکومت او د تمویل کوونکو له هرکلي سره مخامخ شوې ده.

په افغانستان کې د یونسکو استازي پاولو فونتاني له طلوع نیوز سره په مرکه کې څرګنده کړه:" موږ تل په کابل کې د موزیم په اړه فکر کاوه خو د افغانستان حکومت وغوښتل چې د هېواد په بېلابېلو برخو دغه مرکزونه ورلري تر څو خپل تاریخي آثار د ټولو خلکو لپاره نندارې ته وړاندې کړي،نو پردې نبسټ موږ کوښښ وکړ چې د دغې خپرونې مصرف په بامیان کې د دا شان مرکزونو لپاره پیدا کړو او زموږ هڅه بریالۍ وه،تېر کال سویلي کوریا پرېکړه وکړه تر څو دغه خپرونه تمویل کړي."

له دې وړاندې جاپان له یونسکو سره په همکارۍ کې د بامیانو پر بتانو کارپیل کړ تر څو د دغو بتانو له ډېرې ویجاړۍ څخه مخنیوی وشي.

د بامیانو دا فرهنګي مرکز د سویلي کوریا په مرسته د څلور نیم میلیونه ډالرو په لګښت به جوړ شي.

د دغې ودانۍ په داوطلبۍ کې د نړۍ کابو ۱۱۷ هېوادونو ودانیزو شرکتونو برخه اخیستې وه خو یو آرژنټینی شرکت بریالی شو.

په همدې حال کې د بامیان ولایت سرپرست دغه خپرونه د دغه ولایت د ګرځندیې صنعت په ودې او د لاسي صنایعو په پرمختګ کې اغیزمن بولي.

د بامیان ولایت سرپرست غلام علي وحدت وايي:"دا د بامیان فرهنګي مرکز او موزیم دی او د دغه مرکز په جوړونې موږ کولای شو ووایو چې هم زموږ تاریخي آثار ساتل کېږي او هم د ګرځندوینو د تګ او راتګ د زیاتېدو سره د بامیان د محصولات او لاسي صنایعې هم زیات پېرونکي پیدا کوي."

یونسکو وايي چې د افغانستان حکومت او خلک باید په جدي توګه لرغونې سیمې او توکي وساتي او د هغې له قاچاق څخه مخنیوی وکړي.

دا سازمان وايي چې تر اوسه هم په افغانستان کې نا امنۍ د دې لامل شوي څو پر زیاتو لرغونو آثارو کار و نه‎شي او دا لرغوني آثار د لمنځه تلو له خطر سره مخامخ دي.

د یونسکو سازمان د بامیان د موزیم د جوړېدو په منظور داوطلبي صادر کړه او یو زرو ۷۰ ودانیزې طرحې د دغ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه