Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بایومتریک رایو شمېرلو په تړاو د کمېسیون له پرېکړې د ویلز هرکلی

د سویلی او مرکزی اسیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله چې  کابل ته راغلی  وایی، د ټاکنو کمیسیون له هغې پریکړې ملاتړ کوي چې له مخې به یې بایومتریک رایې  وشمېرل شي.

اغلې وېلز چهارشنبې(د تلې په ۲۴مه نېټه) په یو خبري کنفرانس کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون وغوښتل چې په دې پروسه کې دې روڼتیا وساتي او د خپلو کارونو سم راپور دې وړاندې کړي.

هغې زیاته کړه:«‎ما ټینګار وکړ هغه رایه ورکونکي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی تمه لري د ټاکنو بهیر روڼ وي، ما د ټاکنیزو کمیسیونونو له مسوولینو سره په کتنه کې له فشار او ملاتړ پرته ددغو بنسټونو د خپلواکو هڅو ملاتړ وکړ ما همداراز د بایومتریک رایو د شمیرلو لپاره د ټاکنو د کمیسیون د بیا ټینګار هرکلی وکړ، یادونه مې وکړه چې دواړه کمیسیونونه د درغلیو په اړه انديښنه ولري او ټینګار مې وکړ چې د واقعي مالوماتو په ورکولو پردغو بنسټونو باور زیات کړي.»

میرمن ویلز د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو هم غواړي د ټاکنو د پایلو په اړه ژمن واوسي، هغه په ټاکنو کې د درغلي د مخنیوي لپاره تدابیرو ته په اشارې سره وايي په افغانستان کې د ټاکنیز کړکیچ احتمال کم دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وړاندې وویل:«‎د لومړنیو پایلو له اعلانه مخکې د درغلیو دمخنیوي لپاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له پریکړو هرکلی کوم یوه سمه پایله د پایلو په اعلان کې له چټکتیا مهمه ده، ولسمشر غني او اجراییه ریس عبداله دواړو له ما سره په کتنه کې د کمیسیونونوپر خپلواکۍ ټینګاروکړ.»

دغه امریکایي دیپلوماته وايي راتلونکی ولسمشر مسوولیت لري چې ټول سیاسي اړخونه په واحد صف کې له طالبانو سره خبرو ته چمتو کړي.

الیس ویلز په دې اړه وویل:«‎په داسې حال کې چې د امریکا حکومت له یوې سیاسي حل لارې د ملاتړ لپاره پر بل ګام غور کوي د افغانستان ښځې او نارینه او حکومت، خصوصي برخه، قومي مشران او مدني فعالین باید د سولې د اجماع لپاره کار وکړي ترڅو ډاډمن شو چې دوي له فرصتونو په استفادې د سیاسي حل لارې وړتیا لري.»

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې خبرداری ورکوي کله چې امریکا درک کړي د افغانستان په یوه دولتي بنسټ کې دفساد ستونزه شته له دغه بنسټ سره به مرسته شوې پیسې بندې کړي.

الیس ویلز  همداراز خبرداری ورکړ چې که امریکا متحده ایالاتونه پوه شول چې د افغانستان په کوم دولتي بنسټ کې فشاد شته، نو ورسره به خپلې مرستې بندې کړي.

شریک یي کړئ