ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي د بریکس ناستې له اعلامیې څخه هرکلی کړی او دا پرېکړه یې پر ځای درک بللی دی.
د بریکس ډلې غړو هېوادونو مشرانو د دې ډلې نهمې غونډې پرمهال چې د چین شیامن ښارکې جوړه شوې وه د لومړۍ ځل له پاره په یو غږ د ۱۰ترهګرو ډلو نومونه واخیستل او په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست، شاه حسین مرتضوي وايي:«هیله ده چې دا سم درک وکولی شي د هغو هېوادونو پر وړندې ګام وي چې له ترهګرۍ علني ملاتړ کوي.»
دا لومړی ځل دی چې چین له پاکستان سره نېږدې اړیکې هم لري دهغو ډلو نومونه اخلي چې سیمه او نړۍ ګواښي او د هغو ډلو ځالې هم په پاکستان کې دي.
په دې اړه د نړیوالو اړیکو کار پوهان وايي که د افغانستان په مسایلو کې روسیه او چین له دوه ګوني سیاست لاس واخلي او حتا د ريښتنې سیاست له مخې پر پاکستان فشار راوړي افغانستان کې به سوله اوثبات ټينګ شي.
د نړیوالو چارو کارپوه، حامد صبوري څرګندوي:«دا چې چین له امریکا سره نېږدې کېږي او د افغانستان په برخه کې ورسره همکاري کوي دا ښکاره کوي چې په یو ډول پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې تر فشار لاندې راوستی شي او له چین څخه په دې برخه کې د ښې وسیلې په توګه کار واخیستل شي.»
له دې وړاندې افغان ولسمشر د بهرني سیاست، د نړۍ او سیمو هېوادونو سره اړیکو ټينګښت په اړه داسې ویلي.