Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو کمېسیون: ۱۶ سنله ماشومان له جنسي ځورونې سره مخ دي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپله تازه ارزونه کې موندلي چې په افغانستان کې د ۲.۱ مېلیون کارګر ماشومانو له ډلې ۱۶ په سلو کې ماشومان له جنسي ځورونې سره مخ دي.

د نوموړي کمېسیون په وینا د ماشومانو د جنسي ځورونې له پېښو ۴۳ سلنه یې هغوی ته د لاس اچونې پېښې بولي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د دغې څېړنې له مخې چې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د کارګرو ماشومانو په اړه شوې، ۸۰ سلنه کارګر ماشومان له ۱۲ کلونو زیات عمر لري او ۲۳ ډوله درانه او سخت کارونه کوي.

۹۰ سلنه دا ماشومان په اوونۍ کې له ۳۵ ساعتونو زیات کار کوي، چې د  څېړنې له مخې ۵۶ سلنه دغه ماشومان له خپل کاره خوښ خو ۴۳ سلنه یې ناخوښ دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه سیما سمر وايي:«زه د پېښې شاهده یم چې د کار یوه مسوول یو ماشوم یې د غالۍ اوبدلو چړۍ پر سر وهلی وه او له سر څخه یې وینې بهېدې او تر هغه چې دا حالت رامخته نه شي ماشوم له خپل کاره راضي دی.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دا څېړنه ښيي چې ۸۴ سلنه ماشومان د خپل کار پيسې کورنیو ته ورکوي او یو شپیته سلنه ماشومان په ناسالم روغتیايي چاپېریال کې کار کوي چې ۵۷ سلنه یې له بېلابېلو ناروغیو سره مخامخ کېږي.

څلوېښت سلنه ماشومان له ګواښ او وهلو ټکولو سره مخامخ دي، ۲۸ سلنه له توانه بهر کارونو ته اړ دي او همداراز ۱۶ سلنه یې له جنسي ځورونې سره مخ کېږي.

ذکي یو له دغو ماشومانو دی چې د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځي ته نه ځي او له یو فلز کار سره په کار بوخت دی.

فلز کار ذکي په دې اړه وویل:«اړ وم چې کار وکړم او له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم او ونه توانېدم چې ښوونځي ته ولاړ شم دلته فلزکاري کوم.»

شپاړس کلن حبیب زی وايي په دې ځای کې د یوه مسلک د زده کړې لپاره کار کوي.

هغه وویل:«ښوونځي ته ځم خو باید یو کسب هم زده کړم او دلته راځم او کار زده کوم.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي په افغانستان کې له یو مېلیونه زیات کارګر ماشومان شته او له درې مېلیونه زیات ماشومان هم په سخته بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وایي، ۵۶ سلنه کارګر ماشومان له زده کړو پاتې دي او دغه راز ۳۲ سلنه ماشومان د کار پر مهال زیانمنېږي.

شریک یي کړئ