Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقونو کمېسیون: د جګړې اصلي قربانیان ولسي وګړي دي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د افغانستان په جګړه کې اصلي قربانیان ولسي وګړي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا، په هېواد کې له ۲۰۰۹ کاله تر ۲۰۱۹ زیږدیز کال پورې ۶۸ زرو ۸۲۳ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
دغه بنسټ همدارنګه له طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالي په کموالي کې عملي ګامونه پورته کړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون  د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ په دې اړه وویل:«موږ له طالبانو په ځانګړې توګه غواړو چې هغوی دې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره باید څرګند ګامونه پورته کړي.»
 
بلخوا د ملي امنیت شورا د شمېرو ښيي چې په وروستۍ یوې اوونۍ کې د هېواد په شاوخوا ۱۶ ولایتونو کې طالبانو ۲۸۴ بریدونه کړي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې ملکي خلکو ته هم زیان رسېدلی دی؛ خو پوځيانو ته د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه وایي.

د سولې ولسي حرکت وایي چې په اوسني وضعیت او د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو له هوکړې وروسته په افغانستان کې د جګړې په بڼه کې بدلون راغلی دی.
 
د سولې د ولسي حرکت مشر اقبال خیبر څرګندوي:«خلک مو متوجه کړل چې تاسې له زه دا پوښتنه وکړئ چې نوره جګړه د څه لپاره؟ ډېره څرګنده ده نوره نو جګړه په مطلقه توګه د افغانانو ترمنځ ده.»

د حکومت پخوانۍ سلاکار طارق فرهادي هم په دې اړه وايي:«تر راتلوونکو څلورو میاشتو به طالبان تاوتریخوالی ختم نه کړي، دلیل یې همدا دی چې هغوی به د امریکا تر ټاکنو وروسته نه پوهېږي د هغه تړون برخلیک چې له امریکا سره یې لاسلیک کړی څه ډول به شي.»

خو د طالبانو ویاند وایي چې دې ډلې خپل بریدونه شپېته سلنه کم کړي دي.

د امریکا او طالبانو  تر منځ د سولې هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې د ولایتونو مرکزونه او لویې لارې به له بریدونو خوندي وي.

شریک یي کړئ