Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بغلان پولیس: طالبانو د وارداتي برېښنا ستنه غورځولې

د بغلان ولایت سیمه‎ييز چارواکي نن(شنبې د وري۲۵مه) ادعا کوي چې طالبانو له تاجکستان او ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا ستنه چې کابل ته یې برېښنا لېږدوله، ورانه کړې ده.

د دې ولایت پولیس وايي چې طالبانو تېره نیمه شپه په دوشي ولسوالۍ کې د برېښنا ستنه لومړۍ اره کړې او بیا یې له چاودېدونکو توکو سره چاودنه ورکړې ده.

د دې برېښنا ستنې په ورانېدو سره اوس‎مهال د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې برېښنا پرې شوې ده.

په همدې حال کې د برېښنا شرکت چارواکي هم په بغلان ولایت کې د تاجکستان او ازبکستان څخه د برېښنا راليږدونکې ستنې ورانېدل تائيدوي او د ستونزې د هوارۍ خبر ورکوي، خو زیاتوي چې انجینران یې سیمې ته نه دي رسيدلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونۍ مخکې هم د بغلان ولایت په دشت کيله‎ګۍ سیمه کې د برېښنا یوه ستنه چې د تاجکستان او ازبکستان څخه یې برېښنا رالېږدوله، ورانه کړې وه.

د برېښنا شرکت چارواکو ویلي وو چې د دې ستنې ورانېدو سره پلازمېنې ته ۳۰۰میګاواټه برېښنا بنده شوې ده.

مخکې له دې د دولت مخالفو وسله‎والو ګواښ کړی وه، تر څو چې د دوی تر واک لاندې سیمو ته برېښنا ونه رسيږي، نو دوی به هم اجازه ورنکړی چې کابل ته برېښنا ولېږدول شي.

د برېښنا شرکت چارواکي تائيدوي چې په بغلان ولایت کې د وارداتي برېښنا یوه پایه د چاودېدونکو توکو په مرسته زیان‎منه شوې او دوی د ستونزې هوارۍ هڅه کوي

شریک یي کړئ