Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ او سمنګانو اوسېدونکي: حکومت او طالبان له چلوونکو باج اخلي

د بلخ او سمنګانو ولایت ځينې اوسېدونکي له هغه څه چې د مزار - دره صوف د لویې لارې په اوږدو کې له موټر چلوونکو د طالبانو او حکومتي ځواکونو له خوا باخ اخیستل ګڼي، نیوکه کوي. 

دوی ادعا لري چې د دغې لویې لارې په اوږدو کې ټولې امنیتي پوستې، د بار وړونکو موټر له چلوونکو پیسې اخلي. هغوی وايي چې طالبان هم له هر بار وړونکي موټره څلور زره افغانۍ اخلي.

دوی ګواښ کوي که چېرې حکومت په دغې لویې لارې کې د موټر چلوونکو د امنیت ټنیګښت په برخه کې بې پروايي وکړي، ځينې به وسلې پورته کړي.

د دغو دوه ولایتونو ځینو اوسېدونکو نن (جمعه، د لیندۍ ۲۹مه) په دې اړه د بلخ ولایتي شورا کې غونډه جوړه کړې وه.

د سمنګان د ولایتي شورا رییس راز محمد په دې اړه وايي:«د دره صوف لارې په اوږدو کې، کابو څو دولتي پوستي دي، په پاین بازار او همدارنګه د شولګر - مزارشریف لارو په اوږدو کې پوستې دي، ټول یې - له موټرو باج اخلي.»

د بلخ د ولايتي شورا غړی محمد امین دره صوفي هم وویل:«د دره صوف تر مزار شریف د لارو په اوږدو کې، د طالبانو او ځايي پوستو له خوا باج اخیستل شتون لري.»

یو شمیر دغه معترضین چې پخواني جهادي قومندانان دي خبرداری ورکوي که چېرې حکومت د مزار- دره صوف د لارې د امنیت خوندیتابه لپاره اغېزناک پروګرامونه عملي نه کړي؛ نو خلک به له حکومته نور هم واټن واخلي.

د سرپل مخکینی والي محمد ظاهر وحدت څرګندوي:«پوهېږي چې د دره صوف له یوه اوسېدونکي چې په لوره لار کې برمته شوی و، څو روپۍ واخیستل شوئ؟... طالب ښايي ووايي دا یې نه دي کړي؛ خو په سیمه کې مو شوی.»

دوی ادعا کوي چې، حکومت او طالبان دواړه د دغې لویې لارې له باروړونکو موټرو باج اخلي.

د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله بیان وویل:«په دره صوف پایان، د غلام علي کوتل کې د ولسي پاڅون کوونکو په نامه یوه پوسته ده؛ له هر موټره دوه سوه اخلي. داسې کسانو ته یې وسله ورکړې چې له چور تالان پرته بله دنده نه لري؛ هغوی د طالبانو پر ضد جګړه نه کوي، د خلکو په وړاندې جګړه کوي.» 

د باروړونکو موټرو چلونکو هم په دې اعتراض کې ګډون کړی؛ خو هغوی له دې ویرې چې ونه پېژندل شي، نه غواړي چې د کمرې مخې ته خبرې وکړي؛ خو یو چلوونکی شیرمحمد پر زړه ډبره اېږدي او د یادې لویې لارې د ناامنیو ستونزې دا ډول ډاګیزوي:«په لومړي سر کې په میاشت کې له هر موټره اوه زره افغانۍ اخیستې او اوس له هر باره، څلور زره افغانۍ اخلي چې د ورځې کابو درې مېلیون افغانۍ طالبان اخلي.»

جاوېد مبارز د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ د درېیم کال زده کړیال دی. هغه چې د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي څه باندې ۳ میاشتې کېږي چې، د نا امنیو له امله خپل کور ته نه دی تللی.

زده کړیال جاوېد مبارز زیاتوي:«ډېره موده کېږي چې دره صوف کې خپل کور ته نه یم تللی؛ ځکه وېره لرم دا چې لاره ناامنه ده.»

د بلخ او سمنګان ولایتونو سیمه ییز مسوولین پر یادې لار د نا امنیو ستونزه مني او د هغې د امنیت خوندینې په برخه کې د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي. 

د ویلو ده چې، د مزار- دره صوف لویه لار له دوو کلونو راهیسې نا امنه شوې ده.

د بلخ او سنمګانو اوسېدونکوي وايي چې طالبانو او حکومتي ځواکونه د دره صوف - مزارشریف د لویې لارې په اوږدو کې له باروړونکو موټرو پیسې اخلي.

شریک یي کړئ