Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ ولایتي شورا: بلخ کې لس زره کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړمنې دي

د بلخ ولایتي شورا رییس، په دغه ولایت کې بې وزلو کورنیو ته د مرستو رسولو کې پر بې پروايۍ نیوکه کوي.

افضل حدید زیاتوي چې په دغه ولایت کې څه باندې ۱۰ زره کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري خو تراوسه له هغوی سره مرسته نه ده شوې.

هغه وايي چې د ازبیکستان روغتیايي او خوراکي مرستې تراوسه د حیرتان په بندر کې ځنډول شوي دي او اړمنو ته نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه:«موږ اړینه مرسته رسونه نه شو کولای. زموږ خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي. دم کړۍ ډېری خلک په قرنطین کې دي، په خپلو کورونو کې ډوډۍ نه لري.»

څه باندې لس ورځې کېږي چې په مزار شریف کې پلورنځي او عمومي ځایونه د کورونا ویروس د خېرېدو د پراختیا د مخنیوي لپاره تړل شوي دي. پرتګ راتګ هم محدودیتونه لګول شوي دي.

په بلخ کې د مرستې رسونې د کمېټې یو غړی وایي چې لس زره بې وزله کورنۍ په مزار شریف کې او څه باندې شل زره هغه کورنۍ چې د جګړو له امله بې ځایه شوي او له بهر نه هېواد ته راستنې شوې دي؛ مرستو ته اړتیا لري.

د ولسي جرګې غړی عبدالخالق په دې اړه وویل:«حکومت دوګونی چلند کوي؛ په یوه ولایت کې چې هلته جګړه نشته او د کووېډ نولس ناروغۍ هم په کې نه ده لیدل شوې، هلته درې برابره مرسته کېږي، خو زموږ په ولایت کې تراوسه مرسته نه ده رسېدلې.»

شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې د بلخ ځايي چارواکو ته د ازبیکستان د خوراکي توکو او طبي وسایلو مرسته وسپارل شوه؛ خو دا مرستې لا هم بې وزله کورنیو ته نه دي ورکړل شوي.

د بلخ والي محمداسحاق رهګذر په دې اړه څرګندوي:«د ازبیکستان مرستې رارسېدلي دي او ټاکل شوې ده چې پنځه شمالي ولایتونو ته ووېشل شي.»

چمن او امیر محمد  چې د خپلو اوه کسیزو او شپږ کسیزو کورنیو د اړتیاوو برابرونکي دي وایي چې پر تګ راتګ د محدودیتونو لګېدو، د دوی  لپاره ژوند سخت کړی دی.

د مزار شریف اوسېدونکی چمن وايي:«له دې مخکې، د ورځې مو کار کاوه او د شپې مو خوړله؛ اوس چې د یوې میاشتې لپاره قرنطین شوي یوو، له لوږې مرو.»

د خلکو پر تګ راتګ د محدودیتونو په لګېدو سره داسې اندېښنې شته که چېرې له اړمنو کورنیو سره مرسته ونه شي؛ ښایي دا کورنۍ له لوږې سره مخ شي.

شریک یي کړئ