Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ پولیس: طالبان د جنګیالیو د ‌‌جذبولو په هڅه کې دي

د بلخ امنیه قوماندان وایي، طالبان د دغه ولایت په لري پرتو سیمو  کې د جنګیالیو د جذبولو په هڅه کې دي. سمونوال محمد اجمل فائز، زیاتوی چې د طالبانو بریدونو دوام تاوتریخوالي او له سولې سره د يادې لې مخالفت ښیې.

نوموړی زیاتوي:«دوی(طالبان) خپل منځ کې اختلافات لري چې یوه ‌‌‌‌‌‌ډله یې د سولې بهیر او تاوتریخوالي کمښت سره مخالفه ده، هغوی غواړي د داعش په نامه ځانونه بیل کړي او خپل جلب و جذب پيل کړي»

د بلخ امنیه‌ قومندان وایي د طالبانو‌پر وړاندې به چاڼیز عملیات پپل کړي. په همدې حال کې چمتال، چهاربولک، دولت‌‌آباد، بلخ، زارز، شورتپه او شولګرې ولسوالۍ د بلخ ولایت زیانمنونکې سیمې ګڼل کیږي.

د بلخ ولایتي شورا رییس، محمد افضل حدید څرګندوي:«د افغانستان د امنیتي او کشفي ځواکونو دنده ده چې باید د خلکو د مال او ځان ساتنه وکړياو لیري پرتو سیمو کې د خلکو امنیت ته پام وکړي.»

تېره اوونۍ طالبانو د دولت اباد ولسوالۍ پر ځينو برخو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې دوو افغان سرتېر ژوند له لاسه ورکړ .

د بلخ ولایت اوسېدونکی، اسدالله خپله اندېښنه شریکوي:«د دولت ضد وسله وال سرتېري جذبوي ان د دولت اباد ولسوالۍ لار کې څوک تګ راتګ نشي کولی.»

د بلخ بل اوسېدونکی، عبدالمتین زیاتوي:«ولسوالیو کې د دښمن ګواښ دی، جګړه ده، پوستې سوزوي.»

دا تاوتریخوالی په داسې حال کې کیږي چې حکومت او طالبان د سولې خبرو په درشل کې دي.

د بلخ امنیه قومندان وایي ژر به افغان ځواکونه له دفاعي حالته ووځي او یرغلییز حالت به خپل کړي.

شریک یي کړئ