Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بندیانو تبادلې سره امریکا افغانستان کې د جګړې د پای تمه لري

امریکا متحده ایالات د طالب بندیانو تبادلې سره هیله لري، څو افغانستان کې د جګړې ژر پایته رسېدو کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ په بیلابیلو خبرپاڼو کې هیله څرګنده کړې چې، کړغېړنه څلویښت کلنه جګړه د یوې سیاسي حل لارې سره پایته ورسیږي.

د امریکا متحده ایالاتود بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو ویلي:«زموږ لپاره دا پرمختګ د امیدوارۍ نښې دي دا چې افغانستان کې به جګړه ـ دا له لګښته ډکه څلویښت کلنه جګړه د سیاسي تفاهم له لارې پایته رسیږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د طالبانو سره د خبرو پیل لپاره پرته له کومه شرطه د ولسمشر غني د غوښتنې یادونه شوې ده، په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت وايي چې له طالبانو سر د خبرو لپاره اوربند او د تاوتریخوالیو کمښت دغې ډلې ته د کابل شرطونه دي.

اعلامیه کې راغلي دي:«موږ ولسمشر غني او د افغانستان حکومت د دې هدف ترلاسه کولو او همداراز د افغان ځواکونو پیاوړي کولو لپاره ستایوو. په تېرو دوو کالو کې ولسمش غني طالبانو ته پرته له کوم شرطه د سولې د خبرو وړاندې وکړ.»

همداراز د سپینې ماڼۍ اعلامیه کې هم په افغانستان کې د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو لپاره د افغان حکومت له هڅو مننه شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«موږ د افغانستان حکومت د مشارکت روحیې چې د برمته شویو د  خوشې کېدو لامل شوو، مننه کوو. ولسمشر غني د سولې په تړاو ډېر زړه ور ګامونه پورته کړي دي. هغه کابو دوه کاله مخکې پرته له کوم شرطه طالبانو ته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ.»

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې وتښتول شول او وروسته له دریوو کالو د حقاني ډلې د دریوو بندیانو، انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د خوشې  کولو په بدل کې له بنده ازاد کړل شول.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه کې هم په افغانستان کې د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو لپاره د افغان حکومت له هڅو مننه شوې ده.

شریک یي کړئ