Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بندیانو خوشې کولو په تړاو د طالبانو او حکومت ډلو ناسته

د بندیانو خوشې کولو په تړاو کابل ته د طالبانو راغلي پلاوي له افغان لوري سره کتلي دي.

د ملي امنیت شورا په خپله ټویټر پاڼه نن(چهارشنبې د وري په ۱۳مه نېټه) لیکلي دي چې دواړو لورو د بندیانو خوشې کولو پر بهیر خبرې کړې دي.

د یاد بنسټ ویاند، جاوید فیصل وايي:«د افغانستان دولت کاري تخنیکي ډله تېره ورځ کابل کې د طالبانو د تخنیکي ډلې کوربه وه، او په دې مخامخ لیدنه کې د بندیانو پر خلاصون خبرې وشوې. او پرېکړه وشوه چې دا خبرې دوام وکړي.»

ښاغلي فیصل وویل چې دغه ناسته کې د څارونکې په توګه د سره صلیب استازي هم حاضر وو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان له بندخونو ۵زره طالب او له طالبانو سره ۱۰۰۰تنه افغان سرتېري خوشې شي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ له ۱۸میاشتو وروسته خبرو (شنبې د کب په ۱۰مه نېټه) د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

دغه هوکړه د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال، ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوه.

شریک یي کړئ