Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بندیانو د ازادېدو بهیر بیا ځلې پيل د امریکا له هرکلي سره مخ شوی

امریکا او طالبانو د ولسمشر لخوا د ۲ زره طالب زندانیانو د خوشې کولو د امر هرکلی کړی او ویلي یې دي دا کار به د افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره کړي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره په ټلیفوني تماس کې ټینګار کړی چې واشنګټن به د اوربند غځولو، اورکم او د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل لپاره هڅه وکړي.

خو یو شمېر شنونکي بیا پر حکومت نیوکه کوي چې بېرته د جګړې ډګر ته د خوشې کړیو طالبانو په ورګرځېدو څار نه لري، خو حکومت وايي له هر خوشې شوي طالب نه یې دا ژمنه اخیستې چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ځي.

په اختر ورځو کې د طالبانو او حکومت له لوري د اوربند له اعلانېدو وروسته، ولسمشر غني د سولې بهیر د چټکتیا لپاره د ۲ زره نورو طالب بندیانو د خوشې کولو لارښوونه وکړه.

ښاغلي غني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له هغه او عبداله عبداله سره په ټیلفوني خبرو کې د حکومت له دې کاره ستاینه کړې او هغه یې یوه زړوره پرېکړه بللې ده.

محمد اشرف غني ولسمشر په یوه ټویټ کې لیکلي:«تېره شپه ما او عبدالله عبدالله له مایک پومپیو یوه ټېلفوني اړیکه ترلاسه کړه. هغه د افغان حکومت له هغې پرېکړې چې تر ۲ زره طالب بندیان به په زړوره توګه خوشې شي مننه وکړه. هغه وویل چې، امریکا به د تل پاتي اوربند او د تاوتریخوالي د کمښت او همداراز د مستیقمه خبرو د پیلېدو لپاره هڅې وکړي.»

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په دې اړه وايي:«موږ هیله لرو چې له دغه ګام سره اوربند هم دوام پيدا کړي او مخامخ خبرې اترې هم پيل شي.»

ازاد خبریال سمیع یوسفزی هم وايي:«که چېرې طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي زه فکر نه کوم چې دولت دې ته اړ شي لکه چې ژمنه یې کړې وه چې دوه زره طالب بندیان ازادوي او زه فکر نه کوم بهیر به بیا ودرول شي.»

له دې سره سم، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې پر بنسټ، د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کولو موخه اعتماد جوړونه ده او د دې بهیر په بشپړېدو سره به د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو لپاره هم موکه برابره شي.

سهیل شاهین ټینګار کړی چې، طالبان هم د افغان حکومت د بندیانو خوشې کولو لپاره ژمن دي.

په افغانستان کې د پګواش بنسټ پخوانی رییس خلیل صافی وايي:«هر څومره چې ژر تر ژره د دواړو لورو بندیان ازاد شي، تاوتریخوالی کموالی پيدا کوي او د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پيل شي.»

له دې ۲ زره طالب بندیانو له ډلې، نن ۱۰۰ تنه یې له بګرام بندخونې خوشې شول؛ خو داسې اندېښنې هم شته که چېرې د دغو تازه خوشې کېدونکو بندیانو په جدي توګه څارنه ونشي؛ نو ښايي بدې پایلې هم له ځانه سره ولري.
د ولسي جرګې غړی حضرت علي وویل:«دوی ازاد شول څه تصمیم شتون لري که چېرې قوي تصمیم موجود وي نور نه شي کولای چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي.»

د سیاسي چارو شنوونکی احمد سعیدي هم څرګنده کړه:«که چېرې امنیتي بنسټونه د دغو بندیان د ازادولو لپاره چې ډېری یې په بېلابېلو جرمونو تورن دي سم او منطقي میکانیزم جوړ نه کړي کولای شي پر یوې سترې ننګونې بدل شي.»

د طالبانو او حکومت له لوري د اوربند اعلانېدل او د ولسمشر غني له لوري د طالب بندیانو د خوشې کولو د بهیر بیا پیلېدل هغه دوه مهم کارونه دي چې، د زلمي خلیلزاد له وروستي سفر وروسته ترسره شوي دي.
 
اوس نو ولیدل شي چې دغه کارونه به د تاوتریخوالي د کمښت او د افغانانو تر منځ د خبرې د پیلېدو لامل شي او که نه؟
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې واشنګټن د اوربند او د تاوتریخوالي د پایداره کموالي لپاره به هڅه وکړي.

شریک یي کړئ