Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بګرام پر هوايي ډګر راکټي برید

د پروان ولایت د پولیسو چارواکي تاییدوي چې د بګرام پر هوايي ډګر دوشنبې ماښام(د لیندۍ په ۵مه نېټه) توغندیز بریدونه شوي دي.

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، ضیاءالرحمن فایض سیدخیلي نن سې‎شنبې وویل چې د دولت مخالفو وسله‎والو د نصرو کلا له کلي د بګرام پر هوايي ډګر توغندي وتوغول.

دی زیاتوي چې دا توغندي موخې ته له رسېدو مخکې د بهرنیو ځواکونو لخوا په هوا کې شنډ شول او چا ته زیان نه دی اوښتی.

د ښاغلي سیدخيلي په وینا تېره یوه میاشت کې کابو لس ځله د دولت وسله‎والو مخالفینو د بګرام پر هوايي ډګر برید کړی دی.

د بګرام پر هوايي ډګر راکټي برید

د بګرام پر هوايي ډګر د دولت مخالفو وسله‎والو لخوا راکټي برید وشو، ویل کېږي چې په دې برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی

شریک یي کړئ