Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بې‎ ځایه شویو کسانو د ستونزو د حل لپاره د غني ټنیګار

ولسمشر غني، د جمعې پر ماښام (د غبرګولي په ۲۵ مه) د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه له بې‎ځایه شویو کسانو سره ولیدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې ولسمشر غني هغوی ته وویل:«ستاسو هر یوه قدر او درناوی پر ما فرض دی او تاسې هېڅکله هېر شوي نه یاست.»

په دغې لیدنه کې غني وویل چې د بې‎ځایه شویو کسانو د ستونزو د حل لپاره جدي اراده لري او په شپږو راتلونکو میاشتو کې، په دې اړه عمده مسایل زموږ په کاري لومړیتوب کې دي او د بې‎ځایه شویو کسانو د ستونزو د حل لپاره عملي کارونه به ترسره کړو.

هغه زیاته کړه:«دا چې د تېرو درې کلونو په لړ کې کورنیو بې‎ځایه شویو ته رسېدنه نه ده شوې، د افغانستان پایښت او امنیت ته تمرکز ډېر وه چې او د هېواد پایښت تامین شوی دی.»

هغه زیاته کړه چې له طالبانو سره اوربند د سولې ټینګښت لپاره یو مناسب فرصت رامنځته کړی او د سولې په شتون کې موږ کولای شو د خلکو اصلي ستونزو ته رسېدنه وکړو.

د دغې لیدنې په پای کې ښاغلي غني اړوندو ادارو ته لارښونه وکړه چې د ګډوالو او راستنېدونکو د اړتیاو په اړه کار وکړي او له څېړنې او تشخیص څخه وروسته، خپل وړاندیزونه ولسمشرۍ ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې بشرپاله چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان په یوه رپوټ کې ویلي چې د کال له پیله د جګړو او د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۱۰۸ زره تنه په افغانستان کې بې‎ځایه شوي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، عزني د کابو ۱۰ زره تنو او بغلان څه باندې ۴ زره بې‎ځایه شویو کسانو له لرو سره لومړی او دویم ځای لري.

د بشرپاله چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان په یوه رپوټ کې ویلي چې د کال له پیله د جګړو او د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۱۰۸ زره تنه په افغانستان کې بې‎ځایه شوي دي.

شریک یي کړئ