Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سولې خبرې؛ د تاوتریخوالي کموالي په اړه د امریکا او طالبانو پرمختګ

طالب او امریکايي استازو نن (یکشنبې د وږي په ۳مه)د سولې خبرو د نهم پړاو په څلورمه ورځ یو ځل بیا د تړو دروازو تر شا خبرې وکړې.

خو له دغو خبرو خبرې سرچینې وايي چې د خبرو په دې پړاو کې دواړه لوري، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پر مهال د تاوتریخوالي د کموالي د څرنګوالي په اړه سره ځينو پرمختګونو ته رسېدلي او دم‎ګړۍ د سولې له هوکړې وروسته د امریکا د استخباراتي ځواکونو د حضور د څرنګوالي په اړه خبرې کوي. 

د دغو سرچینو په وینا د امریکایي ځواکونو د وتلو د مهال‎وېش، په دې اړه تضمین ورکول چې افغانستان به د بل هېواد لپاره ګواښ نه وي او همداراز د افغانانو ترمنځ خبرو په هکله خبرې شوي چې تراوسه یې په اړه یو لړ هوکړې هم شوې دي.

د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وايي:«داسې ښکاري چې د دې مسلې په اړه به هوکړه وشي چې امریکايان به له دغه هوکړه‎لیک وروسته له شپنیو عملیاتو او بمباریو څخه لاس واخلي او په مقابل کې طالبان به هم په لویو ښارونو برید ونه کړي.» 

د سولې له هوکړې وروسته د امریکا د استخباراتي ځواکونو شته والی یا نه شتون د دغه پړاو خبرو بله موضوع بلل کېږي.

د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر آغا وویل:«د امریکا د ولسمشر وروستي دریځونو، تېرو خبرو ته زیان رسولی او دې موضوعاتو د دواړو لورو اعتماد له منځه وړی دی.»

له دې سره سره یو شمېر ګوندونه او سیاسي بهیرونه له واشنګټنه غواړي د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره هوکړه وکړي.

د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق څرګنده کړه:«په هغه هوکړه لیک کې چې لاسلیک کېږي، که‎چېرې د اوربند موضوع روښانه نه وي، فکر کوم چې دا موضوع به جدي اندېښنه رامنځته کړي.»

له دې سره سره لوړپوړی امریکایي سناتور لندسي ګراهام له افغانستانه د امریکايی ځواکونو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

امریکايي سناټور لینډسي ګراهام وویل:«که موږ سبا له افغانستانه ووځو، طالبان چې د باور وړ نه دي نه‎شي کولای پر داعش او القاعده شبکې څارنه ولري او توان یې هم نه لري، کله چې تاسو زموږ له استخباراتي برخو پوښتنه وکړئ، که زموږ ټول ځواکونه له افغانستانه وباسو څه به وشي؟ دوی بې له شکه وايي زموږ دا کار به په لنډ وخت کې موږ د سپټمبر یوولسمې ته بوځي.» 

خو طالبانو د خبرو په اتو پړاونو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر بشپړ وتلو ټینګار کړی او داسې ښکاري چې دواړه لوري په دې اړه هوکړې ته هم رسېدلي او ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په وروستي کېدو سره د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو لاره هواره شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه