Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تاوتریخوالي له کمېدو هرکلی خو د جنایي جرمونو په هکله اندېښنه

هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېدو د اوه ورځني پېر له پیل سره، ځینې پلازمېن مېشتي له امنیتي بنسټونو غواړي چې په دغه ښار کې د جنايي جرمونو مخه ونیسي.

هغوی وايي چې په وروستیو میاشتو کې، جنايي جرمونه د هغوی ژوند دېر ګواښي. 

په تازه پېښه کې وسله والو کسانو نن له غرمې مخکې (شنبې د کب په ۳مه) د کابل د شپږمې حوزې په «سرکارېز» بازار کې د سرو زرو د پلور هټۍ لوټلې او د دې هټۍ خاوند یې هم په ډزو سره ټپي کړی دی.

د پېښې شاهد نصرالله وايي:«د وسله والو دوه تنه د سرو زرو پلور هټۍ ته ننوتل او دوه نورو یې د هټۍ خوله بنده کړه؛ ټول وسله وال وو، تر هغې چې وې کړای شول سر زره یې په کڅوړو کې واچول. وروسته پر موټر سایکلونو سپاره شول او یوه مرمر یې د هټۍ پر څېښتن وویشته او څو هوايي ډزې یې وکړې او وتښتېدل.»

د پېښې شاهد نور حسن هم وویل:«سړی له ژونده ناهیلې کېږي کله چې له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې امنیت نه نیول کېږي دا د خواشینۍ ځای دی.»

د تاوتریخوالي د کمښت پېر چې تېره شپه ۱۲ بجې پیل شو. دا دوره به د اوو ورځو لپاره وي، چې په هغه کې به طالبان او امنیتي ځواکونه خپل عملیات دروي. ټاکل شوې له دغې مودې وروسته، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي او د هغه په لړ کې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.
 
د پلازمېنې اوسېدونکي وایي چې په وروستیو میاشتو کې جنایي جرمونه زیات شوي دي او له پولیسو غواړي چې د دغه راز جرمونو مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی علي شاه وايي:«خلک له ماښام وروسته کوڅې ته وتلی نه شي؛ غله چاکو، چړې او توپانچه لري او په زور له خلکو پیسې اخلي.»
 
خو د کورنیو چارو وزارت د جنايي پېښو د مخنیوي لپاره پر هڅو ټينګار کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل:«له ډېرې مودې راهیسې وزارت پر دې کار کوي چې پولیس خپلې اصلي دندې ته چې د قانون تنفیذ او تطبیق دی راستانه کړل شي.»

درې میاشتې وړاندې ولسمشر د کابل پولیسو ته امر وکړ چې د جنایي جرمونو مخه دې ونیول شي. خو د پلازمېنې اوسېدونکي وایي چې پولیس د جنایي پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

وسله والو غلو، نن کابل کې د سرو زرو پر یوې هټۍ له برید سره د دغې هټۍ ټول سره زز غلا کړي او د دغې هټۍ مالک یې د مرمرۍ په ویشتلو سره ټپي کړی دی.

شریک یي کړئ