Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تاوتریخوالي پر کمښت د ټرمپ او پر اوربند د غني ټينګار

د طالبانو له خوا د پام وړ تاوتریخوالي پر کمښت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ټينګار وروسته، افغان ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د اوربند پر تامین ټینګار وکړ.

ښاغلي غني د سویس په داووس کې خبریالانو ته وویل چې د تاوتریخوالي کموالی پایله نه لري او اوربند سیاسي خبرو اترو او سولې ته د اصلي لارې رسېدو لپاره د افغانانو واقعي ژمنې څرګندويي کوي.

ښاغلی غني چې داووس کې د اقتصاد نړیوالې غونډې ته تللی دی، دوه ورځې مخکې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې ولیدل، د امریکا ولسمشر چې د طالبانو له لوري د پام وړ تاوتریخوالي کمښت ډېر مهم دی.

د تاوتریخوالي د کمښت او د اوربند ټينګښت پر موضوع، له څو اوونیو راهیسې د افغان حکومت، امریکا او طالبانو ترمنځ پرې بحث کېږي. افغان حکومت ويي چې له طالبانو سره د سولې خبرو د پيل لپاره، باید لومړی اوربند وشي؛ خو طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت طرحه چمتو کړه - هغه طرحه چې د ټرمپ له څرګندونو داسې ښکاري چې له هغې ملاتړ کوي. 

ښاغلي غني په سویس کې له خبریالانو سره په لیدنه کې ویلي:«افغانان د جنګ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي، د تاوتریخوالي کمېدل پایله نه لري، خو اوربند د دې ښکارندویي کوي چې افغانان سیاسي ډیالوګ ته ریښتینې ژمنه لري.»

له دې سره جوخت په قطر کې د سولې له خبرو خبرې سرچینې وايي چې واشنګټن په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت د غځولو وړاندیز طالبانو ته سپارلی دی.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې د تاوتریخوالي د کمښت طرحه یوه لنډمهاله دوره ده او واشنګټن د دغې پېر د وخت د غځولو غوښتونکې ده، خو تراوسه دغې ډلې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال جلال الدین شینواری وايي:«امریکایانو یو نوی وړاندیز مطرح کړ؛ امریکایان اوس غواړي چې د تاوتریخوالي کموالی دایمي وي. طالبانو د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړه کړې وه، خو تر اوو تر لسو ورځو.»

له دې سره سم، د بښنې نړۍوال بنسټ ویلي چې، د تاوتریخوالو د کمښت په اړه د امریکا او طالبانو خبرې باید داسې ژمنې هم له ځانه سره ولري چې، لمخې یې دواړه لوري د جنګ قوانين په پام کې ونیسي او پر ولسي وګړو له هر ډول بریده ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د آلمان لومړۍ وزیرې له ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي چې، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

د آلمان لومړۍ وزیرې له ولسمشر غني سره د داووس غونډې په څنډه کې ولیدل.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وویل:«باور لرم چې جرمني له یوه نیت سره هیله لري چې د افغان سولې بهیر کې ونډه ولري، خو که چېرې د امریکا ګټې، د امریکا اشاره او د امریکا موخې په دغه بهیر کې ترلاسه نه شي له شک پرته، د جرمني کار به کوم ځای ته ونه رسېږي.»

طالبانو ویلي چې، له امریکا سره یې خبرې اترې د پای ته رسېدو په حال کې دي او دوی تمه لري چې، په نږدې راتلونکي کې له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک شي.

په قطر کې د سولې له خبرو خبرې سرچینې وايي چې واشنګټن په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت د غځولو وړاندیز طالبانو ته سپارلی دی.

شریک یي کړئ