Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تتسو ناکامورا مړی جاپان ته ورسېد

د جاپاني ډاکټر او مرسته رسوونکي تتسو ناکامورا مړی چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې وژل شوی و، نن له غرمې وروسته (یکشنبې د لیندۍ ۱۷مه) توکیو ته نږدې د ناریتا هوايي ډګر ته ورسېد.

د دغه جاپاني مرسته رسوونکي مړی، تېره ورځ د کابل هوايي ډګر څخه د جاپان په لوری واستول شو.

د ناکامورا مېرمن، لور او ځينې نور خپلوان د هغه د مړي د لېږدولو لپاره کابل ته راغلي وو.

۷۳ کالن تتسو ناکامورا له خپلو پنځو افغان همکارانو سره د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د هېواد په ختیځ ولایت د ننګرهار جلال اباد ښار کې د وسله وال برید په پایله کې ووژل شو.

ناکامورا په ننګرهار کې د یوه خیریه بنسټ رییس وو او کابو ۳۰ کاله یې په دغه ولایت کې فعالیت درلود.

هغه د اوبو رسونې او د ټولیزو پروژو په برخه کې ډېر فعالیتونه وکړل. د هغه وژنې ډېر غبرګونه له ځانه سره لرل او د افغانستان په ډېریو ښارونو کې د هغه لپاره د شمعو بلولو مراسم ترسره شول.

شریک یي کړئ